په ایران کښې د جرمنی دشرکتونو فعالیت دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71446-په_ایران_کښې_د_جرمنی_دشرکتونو_فعالیت_دوام_لری
ایرنا خبری اژانس وایی د جرمنی د اقتصاد او دانرژۍ وزیر پیټر اولتمایر (Peter Altmaier) دایران د بریښنا له وزیر رضا اردکانیان سره په کتنې کښې وویل دجرمنی یوسل شل(۱۲۰) شرکتونه په ایران کښې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2018 02:11 Asia/Kabul
  • دایران او د جرمني په راتلونکو  خبرو کښې  د دواړو  هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزه ملګرتیاو د دوام لارې چارې تدوینیږي .
    دایران او د جرمني په راتلونکو خبرو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزه ملګرتیاو د دوام لارې چارې تدوینیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی د جرمنی د اقتصاد او دانرژۍ وزیر پیټر اولتمایر (Peter Altmaier) دایران د بریښنا له وزیر رضا اردکانیان سره په کتنې کښې وویل دجرمنی یوسل شل(۱۲۰) شرکتونه په ایران کښې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی .

هغه وویل دایران او د جرمنی په راتلونکو  خبرو کښې  د دواړو  هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزه ملګرتیاو د دوام لارې چارې تدوینیږی .

د ایران د اسلامی جمهوریت دبریښنا وزیر رضا اردکانیان هم وویل جرمنی او ایران په روان کال کښې د دواړو هیوادونو دملګرتیاو د ګډ کمیسیون د راتلونکی غونډې دجوړولو په اړه موافقه وکړه او وټاکل شوه د برلین او د تهران په غږملتیا سره د ګډ کمیسیون دغونډې دجوړیدا دقیقه نیټه وټاکل شی .

هغه دغه راز په ایران اسلامی جمهوریت کښې په لس زره(۱۰۰۰۰) میګاواټه ظرفیت سره د بریښنا د تولید د بریښنا کوټونو د جوړولو لپاره د جرمنی دحکومت د چمتووالی خبر ورکړ .