په ایران کښې د جرمنی دشرکتونو فعالیت دوام لری
-
دایران او د جرمني په راتلونکو خبرو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزه ملګرتیاو د دوام لارې چارې تدوینیږي .
ایرنا خبری اژانس وایی د جرمنی د اقتصاد او دانرژۍ وزیر پیټر اولتمایر (Peter Altmaier) دایران د بریښنا له وزیر رضا اردکانیان سره په کتنې کښې وویل دجرمنی یوسل شل(۱۲۰) شرکتونه په ایران کښې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی .
هغه وویل دایران او د جرمنی په راتلونکو خبرو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزه ملګرتیاو د دوام لارې چارې تدوینیږی .
د ایران د اسلامی جمهوریت دبریښنا وزیر رضا اردکانیان هم وویل جرمنی او ایران په روان کال کښې د دواړو هیوادونو دملګرتیاو د ګډ کمیسیون د راتلونکی غونډې دجوړولو په اړه موافقه وکړه او وټاکل شوه د برلین او د تهران په غږملتیا سره د ګډ کمیسیون دغونډې دجوړیدا دقیقه نیټه وټاکل شی .
هغه دغه راز په ایران اسلامی جمهوریت کښې په لس زره(۱۰۰۰۰) میګاواټه ظرفیت سره د بریښنا د تولید د بریښنا کوټونو د جوړولو لپاره د جرمنی دحکومت د چمتووالی خبر ورکړ .