په میانمار کښې دانسانانو ویښتان هم خرڅیږی
-
میانمار له هندوستان او چین وروسته دنړۍ هیوادونو ته دانسانانو د ویښتانو د صادرولودریم (۳)ستر هیواد دی .
زمونږ خبریال وایی په میانمار هیواد کښې چیرې چې سرزوروبودایانو او حکومتی عسکرو د روهنګیا له مظلومو مسلمانانو سره ډیر ظلمونه او جنایتونه کړی دی د انسانانو ویښتان خرڅیږی .
د مود یا فیشن (Fashion)په نړۍ کښې د انسانانو د ویښتانو تقاضا زیاته شوی ده او میانمار د انسانانو دویښتانو د تجارت دریم(۳) هیواد ګڼل کیږی .
له میانمار څخه صادریدونکی د انسانانو ویښتان د اسیا ترټولو نرم او ښه ویښتان ګڼل کیږی .
دشمیرنو پراساس میانمار له هندوستان او چین وروسته دنړۍ هیوادونو ته دانسانانو د ویښتانو د صادرولودریم (۳)ستر هیواد دی چیرې چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کښې دانسانانو د ویښتانو عاید څو میلیونه ډالره وو .
چین د میانمار هیواد دانسانانو زیات ویښتان صادروی او له میانمار څخه اول ویښتان چین ته صادریږی او هغه له یوې پروسې تیریږی او بیا په اروپایی هیوادونو کښې د ویښتانو په جوړونکو خرڅول کیږی .
د میانمار یوې ځاې ویښتانو خرڅونکی وویل چې دې د وییښتانو د خریلو پیسې نه اخلی بلکې پیسې ورکوی او په ورځ کښې په ټول کښې کابو لس (۱۰)میرمنې د ویښتانو دخریلو لپاره ما ته راځی .
هغې وویل ځینې میرمنې دغه پیسې د خپلو ضرروتونو دپوره کولو لپاره کاروی او ځینې نورې بیا دغه پیسې خیریه موسسو ته ورکوی .
د ویښتانو د بیې انحصار دهغو په معیار او وزن پورې اړه لری او د کومو میرمنو ویښتان چې اوږده وی نو مزی یې وی .
دمیانمار ځینې سړی هم د پیسو په خاطر ویښتان لویوی او بیا یې خریی خو ددوې شمیر کم دی .
د ویلو ده چې د بده مت مذهب د نوی کال دجشن په مراسمو کښې د ویښتانو خریل د قربانۍ دورکولو په شان ګڼل کیږی او په همدې خاطر ځینې میرمنې دمذهب په خاطر د ویښتانو قربانۍ ورکوی .