په میانمار کښې دانسانانو ویښتان هم خرڅیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71448-په_میانمار_کښې_دانسانانو_ویښتان_هم_خرڅیږی
زمونږ خبریال وایی په میانمار هیواد کښې چیرې چې سرزوروبودایانو او حکومتی عسکرو د روهنګیا له مظلومو مسلمانانو سره ډیر ظلمونه او جنایتونه کړی دی د انسانانو ویښتان خرڅیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2018 03:33 Asia/Kabul
  •  میانمار له هندوستان او چین وروسته دنړۍ هیوادونو ته دانسانانو د ویښتانو د صادرولودریم (۳)ستر هیواد دی .
    میانمار له هندوستان او چین وروسته دنړۍ هیوادونو ته دانسانانو د ویښتانو د صادرولودریم (۳)ستر هیواد دی .

زمونږ خبریال وایی په میانمار هیواد کښې چیرې چې سرزوروبودایانو او حکومتی عسکرو د روهنګیا له مظلومو مسلمانانو سره ډیر ظلمونه او جنایتونه کړی دی د انسانانو ویښتان خرڅیږی .

د مود یا فیشن (Fashion)په نړۍ کښې د انسانانو د ویښتانو تقاضا زیاته شوی ده او میانمار د انسانانو دویښتانو د تجارت دریم(۳) هیواد ګڼل کیږی .

له میانمار څخه صادریدونکی د انسانانو ویښتان د اسیا ترټولو نرم او ښه ویښتان ګڼل کیږی .

دشمیرنو پراساس میانمار له هندوستان او چین وروسته دنړۍ هیوادونو ته دانسانانو د ویښتانو د صادرولودریم (۳)ستر هیواد دی چیرې چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کښې دانسانانو د ویښتانو عاید څو میلیونه ډالره وو .

چین د میانمار هیواد  دانسانانو زیات ویښتان صادروی او له میانمار څخه اول ویښتان چین ته صادریږی او هغه له یوې پروسې تیریږی او بیا په اروپایی هیوادونو کښې د ویښتانو په جوړونکو خرڅول کیږی .

د میانمار یوې ځاې ویښتانو خرڅونکی وویل چې دې د وییښتانو د خریلو پیسې نه اخلی بلکې  پیسې ورکوی او په ورځ کښې په ټول کښې کابو لس (۱۰)میرمنې د ویښتانو دخریلو لپاره ما ته راځی .

هغې وویل ځینې میرمنې دغه پیسې د خپلو ضرروتونو دپوره کولو لپاره کاروی او ځینې نورې بیا دغه پیسې خیریه موسسو ته ورکوی .

د ویښتانو د بیې انحصار دهغو په معیار او وزن پورې اړه لری او د کومو میرمنو ویښتان چې اوږده وی نو  مزی یې وی .

دمیانمار ځینې سړی هم د پیسو په خاطر ویښتان لویوی او بیا یې خریی خو ددوې شمیر کم دی .

د ویلو ده چې د بده مت مذهب د نوی کال دجشن په مراسمو کښې د ویښتانو خریل د قربانۍ  دورکولو  په شان ګڼل کیږی او په همدې خاطر ځینې میرمنې دمذهب په خاطر د ویښتانو قربانۍ ورکوی .