په کیوبا کښې له سلوزیات کسان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71476-په_کیوبا_کښې_له_سلوزیات_کسان_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی په کیوبا کښې دالوتکې دنسکوریدا په پیښه کښې څه دپاسه سل(۱۰۰) کسان وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2018 00:03 Asia/Kabul
  • دکیوبا دغه الوتکه دهیواد په ختیځ کښې هولګوین(Holguín) ښار ته روانه وه او اکثره مسافران یې هم د کیوبا ښاریز وو .
    دکیوبا دغه الوتکه دهیواد په ختیځ کښې هولګوین(Holguín) ښار ته روانه وه او اکثره مسافران یې هم د کیوبا ښاریز وو .

زمونږخبریال وایی په کیوبا کښې دالوتکې دنسکوریدا په پیښه کښې څه دپاسه سل(۱۰۰) کسان وژل شوی دی .

د کیوبا یوه الوتکه  د پلازمینې هاوانا له هوایی ډګر څخه له الوتلو وروسته سمدستی په نږدې کروندو کښې  وغورځیده او له کبله یې څه دپاسه سل(۱۰۰)کسان ووژل شول .

په الوتکه کښې ټول ټال یوسل څلور (۱۰۴)کسان سپاره وو .

د کیوبا ولسمشر میوګل ډیاز کانیل(Miguel Díaz-Canel) د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ووایه او ویې ویل د الوتکې دنسکوریدا دپیښې په اړه پلټنه پیل شوی ده .

ویل کیږی د الوتکې دنسکوریدا په پیښه کښې درې(۳) کسان بچ   شوی  خو سخت ژوبل دی او روغتون ته وړل شوی دی .

دکیوبا دغه الوتکه دهیواد په ختیځ کښې هولګوین(Holguín) ښار ته روانه وه او اکثره مسافران یې هم د کیوبا ښاریز وو .

 دالوتکې دعملې پینځه(۵) کسان د میکسیکو ښاریز دی چې هغه هم وژل شوی دی .