په امریکا کښې لس زده کونکی وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71480-په_امریکا_کښې_لس_زده_کونکی_وژل_شوی_دی
زمونږخبریال وایی دامریکا په ټیکساس(Texas) ایالت کښې په یوې لیسې (High School)کښې دیوه ځوان په ډزو کښې تراوسه لس(۱۰) زده کونکی وژل شوی او ډیر نور ژوبل شوی هم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2018 00:43 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې ټول خلک په ډیرې ویرې کښې ژوند کوي او هروخت د وژل کیدا له خطر سره مخ دي .
    په امریکا کښې ټول خلک په ډیرې ویرې کښې ژوند کوي او هروخت د وژل کیدا له خطر سره مخ دي .

زمونږخبریال وایی دامریکا په ټیکساس(Texas) ایالت کښې په یوې لیسې (High School)کښې دیوه ځوان په ډزو کښې تراوسه لس(۱۰) زده کونکی وژل شوی او ډیر نور ژوبل شوی هم دی .

دغه پیښه د امریکا د ټیکساس(Texas) ایالت د هوسټن(Houston.) سیمې د جنوب ختیځ په دیرش کلومیټرۍ کښې په سانتا فی لیسې(Santa Fe High School) کښې رامینځته شوی ده .

د امریکا د ټیکساس ایالت دپولیسو یوه چارواکی ایډ ګونزالس او د ښوونځی دمدیر مرستیال کریس ریچارډسن سی این این ټیلی ویژن ته وویل چې یو شکمن کس نیول شوی دی .

عینی کتونکو وویل چې دوې په ښوونځی کښې د ډیرو ډزو غږونه اوریدلی دی او ډیر ژوبل کسان په امبولانسونو کښې روغتون ته وړل شوی دی .

په امریکا کښې هره ورځ په ډزو کښې په لسګونو کسان وژل کیږی .

په امریکا کښې ټول خلک په ډیرې ویرې کښې ژوند کوی  او هر وخت د وژل کیدا له خطر سره مخ دی .

په امریکا کښې ټول خلک په ډیرې ویرې کښې ژوند کوی او هروخت د وژل کیدا له خطر سره مخ دی .

امریکا  دخپلوخلکو دژوند د فکرکولو پرځاې دنوروهیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوی او دترهګرو ډلو په جوړولو  او مالی مرستو کولو سره دنورو هیوادونو امنیت خرابوی چې دغه ډیر دشرم خبره ده .

په  امریکا کښې  دټیکساس په پیښه کښې د پاکستان یوه انجلۍ هم وژل شوي ده .