روسیې داټومی موافقې په ساتلو ټینګار وکړ
-
د روسیې په شمول داټومي تړون پاتې غړي هیوادونه هم باید دغه نړیوالې موافقې ته پاې بند دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې د اټومی موافقې(nuclear deal) د ساتلو او اجرا پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه له اټومی موافقې د امریکا وتلو ته په غبرګون کښې وویل اوس هم د اټومی موافقې دساتلو چانس شته کومه چې له څو کاله هڅو وروسته دخبرو له لارې لاس ته راغلی ده .
د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف له اټومی موافقې د یواړخیزه وتلو لپاره دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله د نړیوالوقوانینو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل واشنګټن یوځل بیا د نړۍ داکثرو هیوادونو د غوښتنې او د ارادې پرخلاف او یوازې د خپلو ګټو لپاره کړچار ترسره کړ .
هغه دې ته په اشارې سره چې داټومی انرژۍ نړیوال اژانس اټومی(International Atomic Energy Agency) موافقې ته دایران پاې بندۍ تائید کړی ده وویل د روسیې په شمول داټومی تړون پاتې غړی هیوادونه هم دغه نړیوالې موافقې ته پاې بند دی .