په اونۍ کښې دوه ځله د کبانو خوړل ولی ضروری دی ؟
-
د غوړو کبانو(oily fish) په شمول ساردین(Sardine)، سالمون (Salmon) او میک کیرل(Mackerel) په نوم کبان د زړه دناروغۍ دمخه دنیولو لپاره ډیره ګټه لري .
زمونږ خبریال وایی طبی کارپیژاندی او ډاکټران وایی په اونۍ کښې دوه(۲) ځله کبان وخورئ او د زړه له ناروغۍ بچ شئ
اکثره خلک د ذهنی دباو ، پریشانۍ او د وینې د دباو په وجه د زړه په ناروغۍ اخته کیږی خو دامریکا کارپیژاندو او ډاکټرانو د زړه له ناروغۍ دبچ کیدا او د زړه دسالم ساتلو لپاره یوه(۱) اسانه روده ښودلی ده .
دامریکا د هارت ایسوسی ایشن (American Heart Association)کارپیژاندو ویلی دی چې په اوو(۷) ورځو کښې دوه (۲)ځله د کبانو خوړل د زړه د رګونو دبندیدا ، د زړه د ټکان د کمیدا او د زړه د دریدا په شان د زړه د ناروغیو مخه نیسی او دغه راز زړه سالم هم ساتی .
دامریکا طبی کارپیژاندو وویل د غوړو کبانو(oily fish) په شمول ساردین(Sardine)، سالمون (Salmon) او میک کیرل(Mackerel) په نوم کبان د زړه دناروغۍ دمخه دنیولو لپاره ډیره ګټه لری .