په اونۍ کښې دوه ځله د کبانو خوړل ولی ضروری دی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71492-په_اونۍ_کښې_دوه_ځله_د_کبانو_خوړل_ولی_ضروری_دی
زمونږ خبریال وایی طبی کارپیژاندی او ډاکټران وایی په اونۍ کښې دوه(۲) ځله کبان وخورئ او د زړه له ناروغۍ بچ شئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2018 03:41 Asia/Kabul
  •  د غوړو کبانو(oily fish) په شمول ساردین(Sardine)، سالمون (Salmon) او  میک کیرل(Mackerel) په نوم کبان د زړه دناروغۍ دمخه دنیولو لپاره ډیره ګټه لري .
    د غوړو کبانو(oily fish) په شمول ساردین(Sardine)، سالمون (Salmon) او میک کیرل(Mackerel) په نوم کبان د زړه دناروغۍ دمخه دنیولو لپاره ډیره ګټه لري .

زمونږ خبریال وایی طبی کارپیژاندی او ډاکټران وایی په اونۍ کښې دوه(۲) ځله کبان وخورئ او د زړه له ناروغۍ بچ شئ

اکثره خلک د ذهنی دباو  ، پریشانۍ او د وینې د دباو په وجه د زړه په ناروغۍ اخته کیږی خو دامریکا کارپیژاندو او ډاکټرانو د زړه له ناروغۍ دبچ کیدا  او د زړه دسالم ساتلو لپاره یوه(۱) اسانه روده ښودلی ده .

دامریکا د هارت ایسوسی ایشن (American Heart Association)کارپیژاندو ویلی دی چې په اوو(۷) ورځو کښې دوه (۲)ځله د کبانو خوړل د زړه د رګونو دبندیدا ، د زړه د ټکان د کمیدا او د زړه د دریدا په شان د زړه د ناروغیو مخه نیسی او دغه راز  زړه سالم هم ساتی .

دامریکا طبی کارپیژاندو وویل  د غوړو کبانو(oily fish) په شمول ساردین(Sardine)، سالمون (Salmon) او  میک کیرل(Mackerel) په نوم کبان د زړه دناروغۍ دمخه دنیولو لپاره ډیره ګټه لری .