دامریکا ستراتیژۍ دایران پرضد دبندیز لګول دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71564-دامریکا_ستراتیژۍ_دایران_پرضد_دبندیز_لګول_دی
زمونږخبریال وایی دامریکا اټلانټیک مجلې(The Atlantic magazine) په یوه (۱)راپور کښې وویل دایران په وړاندې د امریکا د حکومت غلیمانه کړچار یوازې په تهران د دباو د راوړلو لپاره دی او هیڅ منطق نه تععیبوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2018 01:41 Asia/Kabul
  • دامریکا ستراتیژۍ دایران پرضد دبندیز لګول دی

زمونږخبریال وایی دامریکا اټلانټیک مجلې(The Atlantic magazine) په یوه (۱)راپور کښې وویل دایران په وړاندې د امریکا د حکومت غلیمانه کړچار یوازې په تهران د دباو د راوړلو لپاره دی او هیڅ منطق نه تععیبوی .

دغه مجلې زیاته کړه له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته ددغه هیواد د خارجه وزارت دوو(۲) لوړرتبه چارواکو د  ایران په وړاندې د سپینې ماڼۍ د ستراتیژیو په اړه د توضیح د ورکولو لپاره یوه(۱) غونډه جوړه کړه .

اټلانټیک مجلې په دغه راپور کښې ویلی دی دامریکا دخارجه وزارت دغو دوو(۲) لوړرتبه چارواکو  ددغه توضیح د ورکولو په وخت له پیل څخه تر پاې پورې دایران پرضد د بایکاټونو له بیا لګولو د ولسمشر ټرمپ د هدف په اړه پوښتنو ته د ځوابونو له  ورکولو ډډه وکړه .

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت دغو دوه(۲) لوړرتبه چارواکو دغه مهمې پوښتنې ته چې دامریکا حکومت له اټومی تړون په وتلو سره څه هدف لری د ځواب د ورکولو توان نه درلود .

اټلانټیک مجلې زیاته کړه دامریکا د خارجه وزارت د چارواکو لخوا د نامعلومو او دمبهمو ځوابونو ورکولو دلیل دا نه دی چې دغه کسان له موضوع خبر نه دی بلکې هغوې به  ددغه اقدام دجزیاتو په ورکولو خیځل او وشرمیږی .