د چیمپانزی بستره له انسانانو پاکه وی
May 20, 2018 03:25 Asia/Kabul
-
دانسانو بستره له باکټریانو ډکه وي او پکښې پینځه دیرش(۳۵) فیصده باکټریانې په خپله د انسان له بدن څخه بسترې ته انتقالیږي .
زمونږ خبریال وایی په تانزانیا هیواد کښې سائنس پوهانو په یوه تحقیق کښې معلومه کړی ده چې د چیمپانزی(Chimpanzee) بستره(bed) له انسانانو زیاته پاکه(Clean) وی .
سائنس پوهانو په دغه تحقیق کښې معلومه کړی ده چې چیمپانزی هره شپه خپله بستره بدلوی او د ونو له څانګو په دغه جوړې بسترې کښې ډیرې کمې باکټریانې(Bacteria) وی .
دانسانو بستره له باکټریانو ډکه وی او پکښې پینځه دیرش(۳۵) فیصده باکټریانې په خپله د انسان له بدن څخه بسترې ته انتقالیږی .