د امریکا او اروپا اړیکی ورځ په ورځ خرابیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71598-د_امریکا_او_اروپا_اړیکی_ورځ_په_ورځ_خرابیږی
واشنګټن پوسټ له ایټمی موافقې د امریکا وتلو ته په اشارې سره لیکی د ټرمپ دغه اقدام د اطلس سمندر د دواړو لورو هیوادونو اړیکی په تیرو لسیزو کې تر ټولو ټیټې سویې ته رسولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2018 11:10 Asia/Kabul
  • د امریکا او اروپا اړیکی ورځ په ورځ خرابیږی

واشنګټن پوسټ له ایټمی موافقې د امریکا وتلو ته په اشارې سره لیکی د ټرمپ دغه اقدام د اطلس سمندر د دواړو لورو هیوادونو اړیکی په تیرو لسیزو کې تر ټولو ټیټې سویې ته رسولی دی .

 

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ ولیکل د امریکا د ولسمشر ټرمپ غلیمانه اقداماتو له دغه هیواد سره د اروپا مقابله او اندیښنه  زیاته کړی ده .

د امریکا واشنګټن پوسټ زیاتوی چی د اروپایی هیوادونو مشران  د ۲۰۱۷ میلادی کال له جنورۍ میاشت  په اندیښنې سره د ټرمپ د ولسمشرۍ  د پړاو د ختمیدا لپاره ساعتونه او ورځې شمیری  خو د هغه غلیمانه اقداماتو د اروپایانو  اندیښنې جدی کړی دی .

واشنګټن پوسټ له ایټمی موافقې د امریکا وتلو ته په اشارې سره لیکی  د ټرمپ دغه اقدام د اطلس سمندر د دواړو لورو هیوادونو اړیکی په تیرو لسیزو کې تر ټولو ټیټې سویې ته رسولی دی . نوموړی ورځپاڼۍ د ټرمپ د وروستی اقدام  په اړه د اروپا د شورا د مشر ټاسک څرګندونو ته اشاره کړی ده چی د خبریالانو په ټول کی یې له ایټمی موافقې د ټرمپ وتلو په اشارې سره ویلی وو ، د داسې  دوستانو په شتون سره نور دښمن ته اړتیا نلرو .

واشنګټن پوسټ د ټاسک سخته لهجه د اروپا د عمومی افکارو ښودونکی بللی ده .