دسوریې په حمص کښې د ترهګرو دوسیه وتړل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71640-دسوریې_په_حمص_کښې_د_ترهګرو_دوسیه_وتړل_شوه
ایرنا خبری اژانس وایی په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې د مرکز مشر یوری یوتوشینکو د حمص(Homs) په شمال کښې د تاوتریخوالی د کمیدا له سیمې له خپلو کورنیو سره یوځاې د پینځه دیرش زره او دوه سوه اویا (۳۵۲۷۰)ترهګرو د و تلو خبر ورکړ او په دې ډول په دغه ولایت کښې د ترهګرو دوسیه وتړل شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2018 01:12 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې کړکیچ د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو دبدلولو په هدف سره پیل شوی چې اوس دوام لري .
    په سوریې کښې کړکیچ د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو دبدلولو په هدف سره پیل شوی چې اوس دوام لري .

ایرنا خبری اژانس وایی په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې د مرکز مشر یوری یوتوشینکو د حمص(Homs) په شمال کښې د تاوتریخوالی د کمیدا له سیمې له خپلو کورنیو سره یوځاې د پینځه دیرش زره او دوه سوه اویا (۳۵۲۷۰)ترهګرو د و تلو خبر ورکړ او په دې ډول په دغه ولایت کښې د ترهګرو دوسیه وتړل شوه .

هغه  وویل  دغه ترهګر او دهغوې کورنۍ د می دمیاشتې له اومې(۷) نیټې تر پینځلسمې(۱۵) نیټې پورې د سوریې دحمص ولایت  الرستن ،القنطره او تلبیسه ته له نږدې لارو وتلی دی .

 یوری یوتو شینکو وویل په سوریې کښې دروسیې د پخلاینې مرکز به له سیمې د ترهګرو د وتلو بهیر بشپړ کړی او دغه ترهګر دسوریې په شمال کښې ادلب(Idlib) ولایت ته انتقالیږی .

هغه وویل دسوریې په حمص ولایت کښې  خپلوکورونو ته د کډوالو ستنیدل دوام لری او تراوسه دوه سوه یویشت (۱۲۲)ښاریز خپلوکورونو ته ستانه شوی او یوسل درې(۱۰۳) کډوال هم په تیرو څه دپاسه څلورویشتو(۲۴) ساعتونو کښې غوطه شرقی ته ورستانه شوی دی .

په عین حال کښې د سوریې د پوځ هیلی کوپټرو ددغه هیواد په جنوب کښې ددرعا ولایت په ښارونو او کلیو کښې اعلامیې خپرې کړې او له ترهګرو غوښتل شوی دی وسلې پرځمکه کیږدوی او د ملی پخلاینې له پروسې سره یوځاې شی .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې دسعودی عربستان ،امریکا او ددوې د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو دبدلولو په هدف سره پیل شوی چې اوس دوام لری .