د ايران په خلاف د امريکې د خارجه وزير لفاظۍ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71696-د_ايران_په_خلاف_د_امريکې_د_خارجه_وزير_لفاظۍ
د امريکې خارجه وزير د ايران په خلاف د خپلو څرګندونو په تکرار سره يو ځل بيا تهران په سيمه کښې د ناقرارۍ په رامنځته کولو تورن کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2018 15:00 Asia/Kabul
  • د ايران په خلاف د امريکې د خارجه وزير لفاظۍ

د امريکې خارجه وزير د ايران په خلاف د خپلو څرګندونو په تکرار سره يو ځل بيا تهران په سيمه کښې د ناقرارۍ په رامنځته کولو تورن کړ.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو نن د ايران په اړه د امريکې نوې پالېسي په موضوع سره يوه غونډه کښې د برجام په معيوب بللو او په خپل اېټمي پروګرام کښې په فرېب کارۍ باندې د تهران په تورنولو سره ادعا وکړه چې ايران د دغې موافقې له اقتصادي ګټو څخه په سيمه کښې د خپلو اهدافو په مخ بيائلو لپاره استفاده کړې ده.

پمپئو چې په خپله کارنامه کښې د سي آئي اے د استخباراتي تنظيم کښې د مشرۍ مخينه هم لري په دوام کښې ادعا وکړه امريکه چې اوس له برجامه وتلې ده د خپلو انډيوالانو په ملګرتيا سره به په مينځني ختيځ کښې د ايران د تسلط مخه ونيسي.

د امريکې خارجه وزير حتی په يو څرګندې تورلګونه کښې ادعا وکړه چې ايران د اروپا په زړۀ کښې د ترهه ګريزو حملو د ترسره کولو په لټه کښې دے.

پمپئو همدارنګ په ايران کښې له وروستيو بلوو څخه د ملاتړ ترڅنګه ادعا وکړه، امريکه به د ايران له خلقو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير د خپلې وېنا په دوام کښې مدعي شو چې ايران پکار دي د يورېنيمو پخول بند کړي.

هغه زياته کړه، د امريکې د خزانې وزارت به د ايران په خلاف ټول بنديزونه راستانه کړي او د دغه هېواد په خلاف به نوي بائيکاټونه هم ولګوي.

د امريکې خارجه وزير په دوام کښې ادعا وکړه چې که ايران خپل روش بدل کړي نور ورسره د يوې نوې موافقې کولو امکان موجود دے.

دا په داسې حال کښې دي چې امريکې له برجامه په وتلو سره په نړيوالو موافقو نه پابندي ټولو نړيوالو ته ثابته کړې ده.