حجرالاسود سیمه او یرموک کیمپ له ترهګرو پاک شوی
-
دغوطه شرقي او غربي ټول ښارګي په کامل ډول د تکفیري ترهګرو له وجود څخه په پاک شوي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د وسله والو ځواکونو او د پوځ قوماندنۍ وویل له ترهګرو د یرموک کیمپ او د حجر الاسود سیمې په کامل ډول پاکیدا وروسته په پلازمینې دمشق او شاوخوا سیمو کښې په کامل ډول امنیت ټینګ شوی دی .
دسوریې عسکرو په کامل ډول په حجرالاسود سیمې او یرموک کیمپ او له دغوسیمو مخکې په یلدا ، رببیلا او بیت سحم ښارګیو کنټرول ترلاسه کړ .
د سوریې پوځ وویل دغوطه شرقی او غربی ټول ښارګی په کامل ډول د تکفیری ترهګرو له وجود څخه په پاک شوی دی .
دپلازمینې دمشق په جنوب کښې د ترهګرو د شتون دختمولو لپاره دسوریې دپوځ عملیات کابو یوه (۱)میاشت مخکې پیل شوی وو .
د تیلو پرسر د دیرالزور ولایت په ختیځې برخې کښې په تیرو څو ورځو کښې دامریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو او د حکومت دمخالفو ځواکونو ترمینځ په نښتې کښې د دواړو لورو څه دپاسه پنځوس(۵۰) کسان وژل شوی دی .