دامریکا خلک د ولسمشر په سیاست خپه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71720-دامریکا_خلک_د_ولسمشر_په_سیاست_خپه_دی
دامریکا په بهرنیو چارو وزارت کښې د ایران د دوسیې پخوانی مسول جان لیمبرټ (John Limbert) دواشنګټن داټومی موافقې ضد سیاستونه دامریکا دخلکو د خپګان سبب وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2018 01:55 Asia/Kabul
  • د انګلستان، فرانسې اودجرمني مشرانوهم په جلا جلا بیانیو کښې له اټومي موافقې خپل ملاتړ اعلان کړی دی .
    د انګلستان، فرانسې اودجرمني مشرانوهم په جلا جلا بیانیو کښې له اټومي موافقې خپل ملاتړ اعلان کړی دی .

دامریکا په بهرنیو چارو وزارت کښې د ایران د دوسیې پخوانی مسول جان لیمبرټ (John Limbert) دواشنګټن داټومی موافقې ضد سیاستونه دامریکا دخلکو د خپګان سبب وبلل .

هغه د فرانسې له څلورویشتم(۲۴) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې له اټومی موافقې د یواړخیزه وتلو په اړه د  امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل له اټومی تړونه دامریکا وتل ډیره عجیبه خبره ده او د امریکا خلک په حقیقی ډول دټرمپ په دغه فیصلې غوسه شوی .

جان لیمبرټ زیاته کړه دامریکا ولسمشر ټرمپ پرته له دې چې کوم معلوم سیاست ولری یوازې غواړی دپخوانی ولسمشر باراک اوباما د دریځ پرخلاف عمل وکړی .

هغه ټینګار وکړ چې اروپایی هیوادونه باید اټومی تړون وساتی .

دامریکا ولسمشر دروان میلادی کال  دمی په اتمه(۸) نیټه دایران پرضد د سپکاوی او تورونو په تکرارولوسره وویل دغه هیواد نور په اټومی تړون کښې نه پاتې کیږی .

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی(Federica Mogherini) د امریکا دولسمشر ټرمپ له فیصلې سمدستی وروسته وویل دغه اتحادیه له ایران سره اټومی تړون ته پاې بنده ده .

د انګلستان، فرانسې اودجرمنی مشرانوهم په جلا جلا بیانیو کښې له اټومی موافقې خپل ملاتړ اعلان کړی دی .