دامریکا خلک د ولسمشر په سیاست خپه دی
-
د انګلستان، فرانسې اودجرمني مشرانوهم په جلا جلا بیانیو کښې له اټومي موافقې خپل ملاتړ اعلان کړی دی .
دامریکا په بهرنیو چارو وزارت کښې د ایران د دوسیې پخوانی مسول جان لیمبرټ (John Limbert) دواشنګټن داټومی موافقې ضد سیاستونه دامریکا دخلکو د خپګان سبب وبلل .
هغه د فرانسې له څلورویشتم(۲۴) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې له اټومی موافقې د یواړخیزه وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل له اټومی تړونه دامریکا وتل ډیره عجیبه خبره ده او د امریکا خلک په حقیقی ډول دټرمپ په دغه فیصلې غوسه شوی .
جان لیمبرټ زیاته کړه دامریکا ولسمشر ټرمپ پرته له دې چې کوم معلوم سیاست ولری یوازې غواړی دپخوانی ولسمشر باراک اوباما د دریځ پرخلاف عمل وکړی .
هغه ټینګار وکړ چې اروپایی هیوادونه باید اټومی تړون وساتی .
دامریکا ولسمشر دروان میلادی کال دمی په اتمه(۸) نیټه دایران پرضد د سپکاوی او تورونو په تکرارولوسره وویل دغه هیواد نور په اټومی تړون کښې نه پاتې کیږی .
د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی(Federica Mogherini) د امریکا دولسمشر ټرمپ له فیصلې سمدستی وروسته وویل دغه اتحادیه له ایران سره اټومی تړون ته پاې بنده ده .
د انګلستان، فرانسې اودجرمنی مشرانوهم په جلا جلا بیانیو کښې له اټومی موافقې خپل ملاتړ اعلان کړی دی .