اومې سبزیانې او میوې ژور خپګان ختموی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71724-اومې_سبزیانې_او_میوې_ژور_خپګان_ختموی
زمونږخبریال وایی د اومو سبزیو او د میوو خوړل د ذهنی پریشانۍ او د ژور خپګان(Depression) په ختمولوکښې مهم رول لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2018 03:45 Asia/Kabul
  • ددغو  میوو او سبزیانو ګټه دا هم ده چې دانسان په بدن  کښې سوځ کموي او د شوګر (diabetes)  یعني دشکرې د ناروغۍ مخه نیسي .
    ددغو میوو او سبزیانو ګټه دا هم ده چې دانسان په بدن کښې سوځ کموي او د شوګر (diabetes) یعني دشکرې د ناروغۍ مخه نیسي .

زمونږخبریال وایی د اومو سبزیو او د میوو خوړل د ذهنی پریشانۍ او د ژور خپګان(Depression) په ختمولوکښې مهم رول لری .

که څه هم د خواړو دچارو دودیز کارپیژاندی په ورځ کښې پینځه(۵) ځله په خاص انداز کښې د میوو او دسبزیو په خوړلو ټینګار کوی خو که خبره د ذهنی پریشانۍ او ژور خپګان وی نو ددغو ناروغیو ښکار کسان په خواړو کښې د سبزیو استعمال بیا زیاتولی شی .

اومې سبزیانې او میوې نیغ په نیغه د انسانانو په طبیعت اغیز کوی او وجه یې دا ده چې د سبزیانو په پخولو  او ګرمولو سره دهغوې دننه ډیر غذای مواد ضایع کیدلی شی .

په نیوزی لینډ هیواد کښې څلور سوه(۴۰۰) کسانو  چې عمرونه یې له اتلسو تر پینځویشتو کلونو پورې وو په یوې مطالعې کښې ګډون وکړ .

څرنګه  چې له اتلسو تر پینځویشت کلنو کسان سبزیانې او میوې کمې خوری نو ځکه خو په دوې کښې د ژور خپګان امکانات هم زیات وی .

ډاکټران سپارښتنه کوی چې خلک باید د   شنو او خړو رنګونو سبزیانې او میوې لکه ګځرې ،  بدرنګ ، مڼې ، کیوی ، کیلې ، تازه بیری او ټاکې میوې زیاتې وخوری چې ګټې یې هم منل شوی دی .

ددغو  میوو او سبزیانو ګټه دا هم ده چې دانسان په بدن  کښې سوځ کموی او د شوګر (diabetes)  یعنی دشکرې د ناروغۍ مخه نیسی .