مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71750-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی؛ چی« د ایران په خلاف د پمپئو ۱۲ ګونی شرطونه اسرائیلی دی »، په یو راپور کی راغلی دی:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2018 10:08 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی؛ چی« د ایران په خلاف د پمپئو ۱۲ ګونی شرطونه اسرائیلی دی »، په یو راپور کی راغلی دی:

د امریکی د خارجه   وزیر له خوا ټول ټاکل شوی شرطونه، اسرائیلی دی او د منځنی ختیځ په سیمه کی د اسرائیل د سیاست، او د یاد رژیم په خلاف په تیره بیا د ایران له خوا، د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو په خدمت کی دی.

د ایلنا په حواله د آرمان امروز ورځپاڼی د راپور په اساس، د امریکی د نوی خارجه وزیر« مایک پمپئو » پرونۍ وینا، او د ایران په ضد د تاریخی بندیزونو له لګولو څخه د مخنیوی کولو په مقابل کی، چی امریکا د هغو د پلی کولو په لټه کی ده، په ۱۲ ؤ شرطونو د ایران د ژمن پاتی کیدو د ضرورت ټاکل، تر دې دمه د ایران په خلاف ډیر خطرناک ګواښ ګنل کیږی، او کیدای شی د ایران په ضد په هر اړخیز جنګ واوړی.

پمپئو پدې وینا کی د امریکی نوې ستراتژې اعلان کړه؛ داسی یوه ستراتژې، چی د پمپئو له قوله له اوؤ چورلیزونو څخه، له ایران سره د تعامل او مناسباتو د کیفیت په هکله جوړیږی، او دغه ټول چورلیزونه د یو اساسی هدف په منظور دی، او دغه هدف هماغه په ایران کی د نظام بدلیدل دی، د هغه څه په شان چی په عراق او لیبیا کی یی بڼه ونیوله.

 دیته په پام سره؛ څرګنده ده چی د امریکی خارجه وزیر« پمپئو »، د اسرائیل د لمړی وزیر« بنیامین نتانیاهو »، او د دغه رژیم د جګړی وزیر« آویګدور لیبرمن » په ژبی خبری کوی. 

*******

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی، تر دی سرلیک لاندی چی«ټرمپ، امریکا ۱۵ کاله شاته   بوتله، موږ شاته نه ورګرځو »، له یوې ډلې استادانو او ډاکترانو په کتنه کی د ایران د ؤلس مشر، ډاکتر« حسن روحانی » ویناوی چاپ شوی، چی ځینی برخی یی را اخلو:

ډاکتر روحانی څرګنده کړه: امریکائیانو هغه خبری چی د بوش زوی په دوره کی ویل کیدلې، تجربه کړې او د هغو په خطا والی پوهیدلی ؤو، او د هغو د اصلاح کولو لپاره یی څو ګامونه پورته کړی ؤو، خو یو ځلې بیا یو شمیر کسان راغلی، او هغه خبری تکراروی. آیا دنیا منی چی امریکا وغواړی د ټولې دنیا لپاره فیصله وکړی.

د ایران ؤلس مشر ډاګینه کړه: دا چی یو کس چی په یو جاسوسی مرکز کی یی فعالیت کاوه، او اوس وغواړی د امریکی د خارجه وزیر په مقام کی د ایران او نورو هیوادونو لپاره دنده وټاکی، په هیڅوجه د قبول وړ نه ده. تاسی څوک یاست چی د ایران او نړۍ لپاره تصمیم ونیسئ، او ووایاست؛ ایران دی د اټمی ټکنالوجۍ په زمینه کی څه وکړی او څه ونه کړی.

ښاغلی روحانی وویل: دا څرګندونی د هغو خبرو په شان دی، چی

له دې وړاندی هم امریکائیانو کړې وې، او د ایران خلګ د هغو په وړاندی بی پروا ؤو، او اوس هم د هغو په نسبت بی پروا دی، او د یو بل ترڅنګ به خپلې لارې ته دوام ورکړی.

*******

د تهران چاپ په همشهری ورځپاڼه کی د امریکی د پخوانی خارجه وزیر له خولی لیکل شوی:«امریکا نشی کولای له نړۍ څخه مخ واړوی»

دغی ورځپاڼی د یاد راپور په دوام کی لیکلی دی: د امریکی پخوانی خارجه وزیر اعلان وکړ: د امریکی متحده ایالات نشی کولای، پخپل سرۍ او د نړیوال ډګر شرایطو ته په بی پامۍ سره، له نړۍ څخه مخ واړوی. د امریکی پخوانی خارجه وزیر«جان کری»، په ابوظبی کی د نیویارک په پوهنتون کی د یولړ مراسمو په ترځ کی، په ټرامپ باندی په نیوکې سره څرګنده کړه: په ټوله نړۍ کی مدنی رښتنې خبری اترې له ګواښ او خطر سره مخامخی دی. په تیره بیا زما په هیواد کی، زموږ سیاستونه په تور لګونی او بم ایښودنی بدل شوی دی. هغه؛ زیاته کړه: هغو شرایطو ته په پام سره؛ چی نن سبا په نړۍ کی شتون لری، امریکا د ملګرتیا او مشارکت رامنځته کولو ته اړمنه ده، او نشی کولای له نړۍ څخه مخ واړوی.

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:

 کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د سولې په ځانګړی ډول په دې اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړی استازی د وروستیو څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.

مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې پهدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، کابلوف د سولې لاره ښیی، که امریکا ته ګواښ کوی؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلی، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلی چې امریکا دې یا له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شی او یا دې هم په افغانستان کې روانې ناپایه جګړې ته تیار شی.

ورځپاڼې لیکلی:

کابلوف دا هم ویلی چې طالبان د افغانستان پر ۴۰ سلنه خاوره واکمن دی، له افغان حکومت سره د سولې خبرې نهکوی او غواړی چې له امریکا سره مخامخ د سولې خبرې وکړی.

سرمقاله لیکونکی پوښتنه مطرح کړې چې د روسیې دا دریځ څه معنی ورکوی؟ ضمیر کابلوف د سولې لار ښیی او که ګواښ کوی؟

سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی دی.

سرخط لیکی، روسیه غواړی پهدې توګه اوبه خړې او ځان ته کبان ونیسی.

روسیه غواړی پهدې توګه له افغانستانه د پخوانی شوروی اتحاد د ماتې ټس واخلی.

په سرمقاله کې راغلی، کابلوف په دا ډول څرګندونو سره غواړی چې طالبان پیاوړی وښیی او د افغان ځواکونو روحیه کمزورې کړی.

ورځپاڼې دا هم لیکلی چې روسیه غواړی پهدې توګه له افغانستانه

د پخوانی شوروی اتحاد د ماتې انتقام واخلی، دوی نوې نیابتی جګړه پیلوی او یوازنی هدف‌یې افغان دولت ته د ستونزو پیدا کول او د امریکا لاس له دغه هېواده لنډول دی.

د سرمقاله لیکونکی په باور په داسې یو حالت کې د افغانستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه باید له روسی ډیپلوماتانو او د هغه هېواد له سیاسی او پوځی چارواکو سره د دوی د بې‌بنسټه څرګندونو په اړه خبرې وکړی.

هېواد

هېواد دولتی ورځپاڼې هم پهدې اړه په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلی دی.

هېواد د کابلوف د څرګندونو په اړه د ولسی جرګې د یو شمېر غړو او افغان سیاسی کارپوهانو غبرګونونه راخیستی چې پهکې راغلی؛ روسیه هڅه کوی امریکایان په افغانستان کې له ماتې سره مخ شی، نو ځکه له وسلهوالو طالبانو سره مرسته کوی.

هېواد د دغو کسانو په حواله دا هم لیکلی چې افغان حکومت باید

زیار وباسی چې خپل نړیوال متحدین د سولې په پروسه کې لازمو

او جدی هڅو ته تشویق کړی.

افغانستان ما

خو افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګنې په یو مطلب کې د سولې د یو کنفرانس د جوړېدو په اړه د افغانستان او پاکستان د هوکړې خبره کړې ده.

په مطلب کې د پاکستانی رسنیو په حواله راغلی چې دا کنفرانس به د افغانستان او پاکستان د دینی عالمانو ترمنځ وی چې هدفیې له طالبانو سره د کابل د سولې د خبرو د پیل لپاره د زمینو برابرول دی.

خو په مطلب کې د دغه کنفرانس د جوړېدو دقیقه نېټه نهده ښودل شوې.