په افغانستان کې د ټرمپ امنیتی سټراټیجۍ ماته خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71784-په_افغانستان_کې_د_ټرمپ_امنیتی_سټراټیجۍ_ماته_خوړلی_ده
د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونود پلټونکیو په هغه راپور کې چی تازه یې دامریکا کانګرس ته وړاندی کړی ، راغلی دی د افغانستان او جنوبی اسیا په وړاندی د ټرمپ حکومت ستراټیجۍ د طالبانو په وړاندی ډیر کم پرمختګ درلودلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2018 14:56 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ټرمپ امنیتی سټراټیجۍ ماته خوړلی ده

د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونود پلټونکیو په هغه راپور کې چی تازه یې دامریکا کانګرس ته وړاندی کړی ، راغلی دی د افغانستان او جنوبی اسیا په وړاندی د ټرمپ حکومت ستراټیجۍ د طالبانو په وړاندی ډیر کم پرمختګ درلودلی دی .

 

د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونو پلټونکیو وویل د ټرمپ سټراټیجۍ د افغانستان په امنیتی وضعیت ډیر لږ اغیز کړی او دغه هیواد هماغه راز له ترهه ګرۍ سره مخامخ دی .

د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونود پلټونکیو په هغه راپور کې چی تازه یې دامریکا کانګرس ته وړاندی کړی  ، راغلی دی د افغانستان او جنوبی اسیا په وړاندی د ټرمپ حکومت ستراټیجۍ د طالبانو په وړاندی ډیر کم پرمختګ درلودلی دی .

د دغه راپور په اساس طالبان په ځینو موردونو کې تراوسه د خپلې واکوالۍ د ساتلو توان لری او په کابل او نورو ولایتونو کې خونړۍ حملې ترسره کوی . په دغه راپور کې همداراز افغانستان ته د نورو امریکایی عسکرو په ورلیږلو نیوکه شوی ده  او راغلی دی چی دغه اقدام د امریکایی عسکرو تلفات زیاتوی .