په افغانستان کې د ټرمپ امنیتی سټراټیجۍ ماته خوړلی ده
د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونود پلټونکیو په هغه راپور کې چی تازه یې دامریکا کانګرس ته وړاندی کړی ، راغلی دی د افغانستان او جنوبی اسیا په وړاندی د ټرمپ حکومت ستراټیجۍ د طالبانو په وړاندی ډیر کم پرمختګ درلودلی دی .
د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونو پلټونکیو وویل د ټرمپ سټراټیجۍ د افغانستان په امنیتی وضعیت ډیر لږ اغیز کړی او دغه هیواد هماغه راز له ترهه ګرۍ سره مخامخ دی .
د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونود پلټونکیو په هغه راپور کې چی تازه یې دامریکا کانګرس ته وړاندی کړی ، راغلی دی د افغانستان او جنوبی اسیا په وړاندی د ټرمپ حکومت ستراټیجۍ د طالبانو په وړاندی ډیر کم پرمختګ درلودلی دی .
د دغه راپور په اساس طالبان په ځینو موردونو کې تراوسه د خپلې واکوالۍ د ساتلو توان لری او په کابل او نورو ولایتونو کې خونړۍ حملې ترسره کوی . په دغه راپور کې همداراز افغانستان ته د نورو امریکایی عسکرو په ورلیږلو نیوکه شوی ده او راغلی دی چی دغه اقدام د امریکایی عسکرو تلفات زیاتوی .