مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی تر دی سرلیک لاندی؛ چی« په عربستان کی د ښځو د حقوقو یو شمیر فعالان نیول شوی، او مدنی فعالیت؛ یواځی د علیا حضرت په اجازې سره »، د شهاب شهسواری په قلم په یو مطلب کی لولو:
پداسی شرایطو کی چی د ښځو د موټر چلونی لپاره د عربستان د پاچاه د تیر کال د امر د اجرایی کیدو لپاره یواځی یوه میاشت پاتی ده، د سعودی رسنیو د ښځو د حقوقو د یو شمیر فعالانو او د هغوی د وکیلانو د نیولو خبر ورکړ؛ چی په تیرو کلونو کی یی د ښځو د موټر چلونی د حق لپاره فعالیت کړئ ؤو. د چهار شنبی په ورځ په عربستان کی د ښځو حقوقو د دریو فعالانو په نیول کیدو سره، د یاد هیواد د امنیتی ځواکونو په وسیله د وروستیو نیول شویو کسانو شمیر ۱۰ تنو ته ورسید.
د مطلب په دوام کی راغلی دی: محمد بن سلمان چی، د لویدیځو رسنیو او د تبلیغاتی سلاکارانو په مرستې سره یی، د ولیعهدی مقام ته د رسیدو په یوولس میاشتنۍ دوره کی؛ د ښځو د ډریورۍ د حق، د سعودی په یو شمیر لوبغالو کی د ښځو د شتون لرلو، او د تجارتی سینما ګانو او کنسرت د جوړولو د حق په شان، د یو لړ دستورونو په صادرولو سره؛ کړای شوی ؤ ځان په دنیا کی د یو اصلاح طلب او بدلون غواړی شخص په توګه وښیی، په تیرو اونیو کی د مدنی فعالانو په پراخی نیونی او ځپنی سره، دا ځلې د یو دیکتاتور او ظالم واکمن په توګه، د نړۍ د رسنیو په سر کی مطرح شوئ، تر دی ځایه پوری، چی حتی د هغه پخوانی پلویان باوری دی، چی دا غلط کړچار دئ؛ چی په نړۍ کی به د سعودی د ځوان واکمن د اصلاحاتو په نسبت، د عمومی افکارو د بدبینۍ سبب وګرځی.
په واشنګټن کی د عربی چارو د فکر کوټی بنسټګر« علی شهابی» چی، په امریکا کی د محمد بن سلمان له پلویانو څخه شمیرل کیږی
«ان؛پی؛آر» ته پخپلو څرګندونو کی وایی:« دا یوه حیرانونکې پیښه وه، زما په نظر حتماً خطا شوې ده، او وروستی بدلونونه بیله شکه خطا او غلطی دی.
******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی، په ملګرو ملتو کی د ایران د استازی له قوله لیکل شوی دی:« اسرائیل؛ د جنایت د کولو لپاره، د امریکی له مصؤنیت او ملاتړ څخه برخور دئ ».
په ملګرو ملتو کی د ایران دائیمی استازی؛ په فلسطین کی د صهیونیسټی رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: هغوی پداسی شرایطو کی د غیر پوځیانو په خلاف خپلو حملو ته دوام ورکوی، چی د امریکی په ملاتړ ډاډمن دی، چی د هغوی لپاره حفافظت رامنځته کوی».
د یادی ورځپاڼی په لیکنه،«غلامعلی خوشرو» له دې څخه د خواشینۍ په ښودلو سره، چی غیر پوځیان د وسله والو نښتو زیاته برخه جوړوی، زیاته کړه: په غزه کی د فلسطینی ښاریزو؛ په
تیره بیا د ماشومانو او ښځو د وژلې نوئ دور، په حقیقت کی د هماغه له جنایت څخه د ډکې رودې دوام دئ، چی صهیونیسټی رژیم په تیرو ۷۰ کلونو کی د فلسطینیانو په خلاف په کار وړې ده، او د دغو جنایتونو دوام، پداسی شرایطو کی دئ؛ چی یاد رژیم په امنیت شورا کی د امریکی له بشپړ حفاظت او ملاتړ څخه برخور دئ.
*******
د تهران چاپ د شهروند ورځپاڼی د خپلو نړیوالو خبرونو په یو سرلیک کی لیکلی دی:« عربستانی مخالف شاهزاده، د ملک سلمان په خلاف د کودتا او پاڅون کولو غوښتنه وکړه »
د دغه راپور له مخې؛ د« میډل ایسټ آی » اینټرنتی ویب سایټ راپور ورکړ: یو عربستانی مخالف شاهزاده، له خپلو اکاه ګانو غوښتی دی؛ چی ملک سلمان له منځه یوسی، او د هیواد واګی په لاس کی ونیسی.
د شهروند ورځپاڼی په لیکنه؛ شاهزاده« خالد بن فرحان » دغه غوښتنه، له شاهزاده« احمد بن عبدالعزیز » او شاهزاده« مقرن بن عبدالعزیز » څخه کړې ده، او ویلی یی دی؛ چی د ملک سلمان
احمقانه؛ غیر منطقی او نا امنه کونکی حکومت، د عربستان سلطنتی او پاچاهی کورنۍ ته دومره زیان رسولئ، چی نه جبیره کیدونکی مرحلې ته رسیدلئ دئ.
شاهزاده خالد همداراز ویلی دی:« که احمد او مقرن له یو او بل سره ائتلاف وکړی، په هغه صورت کی د سلطنتی کورنۍ ۹۹ فیصده غړی؛ امنیتی ځواکونه او پوځ له هغوی څخه ملاتړ کوی».
*******
اوس هم د افغانستان د روانو چارو په اړه د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:
د نړۍ یو شمېر رسنیو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د نوی قوماندان د ګومارل کېدو په اړه لیکنی کړی دی.
وال سټریټ ژورنال
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلی، جنرال سکاټ مېلر به، چې یو تجربهکاره عملیاتی سرتېری دی، نهم کس وی چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان د جګړې مدیریت کوی.
د ورځپاڼې په وینا، جنرال مېلر په عراق، افغانستان او سومالیا کې خدمت کړی او په عراق کې د تهاجمی عملیاتو په خاطر شهرت لری.
ده د ډېلټا یا ډېلټا فورس د لوړپوړی نظامی قوماندان په توګه کار کړی.
د وال سټریټ ژورنال په وینا، امریکا د ۲۰۱۸ میلادی کال په لومړیو کې په افغانستان کې خپل حضور زیات کړ، او همدا راز یې دغه هېواد ته یو شمېر بېپیلوته الوتکې، تجهیزات او شااوخوا زر عملیاتی سلاکاران ولېږل.
ټایم مجله
ټایم مجلې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د قوماندان په توګه د ډګر جنرال سکاټ مېلر د ټاکل کېدو په اړه لیکلی دی، چې سکاټ مېلر به، په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د قوماندان په توګه وګومارل شی.
مقاله لیکی چې د مېلر ټاکنه دا ښیی چې د ټرمپ اداره د پخوانی طرزالعمل څخه راوتل غواړی.
مېلر، لسیزې د کمانډو ټیمونو مشری کړې ده، له بهرنیو متحدانو سرهیې کار کړی او د استخباراتی ادارو سرهیې همکاری کړې چې سخت دریځې ډلې هدف وګرځوی.
مېلر له تېرو دوو کلونو راهیسې د امریکا د ګډو ځانګړو عملیاتو قومانده پر غاړه درلوده.
دا هغه پوځی اداره ده چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې واحدونه څاری.
د ټایم مجلې مقاله لیکی چې په راتلونکو اوونیو کې په دې اړه د رسمی اعلان تمه ده.
مېلر ۵۷ کلن دی او له هغو لومړنیو امریکایی نظامیانو څخه دی چې په ۲۰۰۱ میلادی کال کې پر پنټاګون او ورلډ ټرېډ سنټر تر حملو وروسته افغانستان ته لاړ.
ډېلی مېل
بریتانیایی ورځپاڼې ډېلی مېل لیکلی، د امریکا د سنا لهخوا د ۵۷
کلن سکاټ مېلر د تأییدېدو په صورت کې به، دی د جان نېکلسن
ځای ناستی شی. هغه مقام چې په هرو دوو کلونو کې تغییر کوی.
د ډېلی مېل په وینا، افغانستان ته د مېلر ګومارنه پهداسې حال کې ده چې افغان امنیتی ځواکونه، د وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې پر وړاندې سخته مبارزه کوی.
د امریکا دفاع وزارت تر اوسه د سکاټ مېلر ګومارنه، نهده اعلان کړې، خو امریکایی چارواکو چې نومیې نهدی ښودل شوی، دا خبر تأیید کړی دی.