دامریکا ولسمشر د شمالی کوریا له مشر سره کتنه لغوه کړه
-
شمالي کوریا د امریکا دولسمشر مرستیال مایک پینس (Mike Pence)یو جاهل او چټي سړی بللی وو .
زمونږ خبریال وایی د امریکا سپینې ماڼۍ (White House)وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه لیک کښې دشمالی کوریا له مشر کیم جونګ اون سره دجون دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه کیدونکی کتنه لغوه کړی ده .
د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالی کوریا دمشر کیم جونګ اون(Kim Jong-un) ترمینځ دغه کتنه په سینګاپور هیواد کښې ترسره کیدونکی وه .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون ته په استول شوی لیک کښې ویلی دی چې زه د شمالی کوریا د مشر له دښمنۍ په ډکو بیانیو خواشینی یم او په اوس وخت کښې له هغه سره کتنه مناسبه نه ده .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې شمالی کوریا د خپل اټومی وس خبره کوی خو زمونږ اټومی توان ډیر زیات دی او د ستا مننه او کله چې د ستا طبعیت برابر شو نو د کتنې وخت به بیا وټاکو .
د ویلوده چې شمالی کوریا پرون دخپل اټومی تجربو د مرکز د ختمولو کار ترسره کړ .
شمالی کوریا د امریکا دولسمشر مرستیال مایک پینس (Mike Pence)یو جاهل او چټی سړی بللی وو .
دغه راز شمالی کوریا د امریکا د ولسمشر لخوا دکتنې د لغوه کولولپاره لیک ته په ځواب کښې وویل دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون خپله ټوله هڅه وکړه چې دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره غونډه وکړی او دغه هیواد چمتو دی چې له امریکا سره مشکلات حل کړی .
دشمالی کوریا د خارجه وزیر مرستیال کیم کی ګوان (Kim Kye-gwan)وویل مونږ امریکا ته یوځل بیا وایو چې مونږ هر وخت او هرډول د مشکلاتو دحل کولو لپاره چمتو یوو .