دامریکا کانګرس له ولسمشر ټرمپ د جنګ واک واخیست
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71948-دامریکا_کانګرس_له_ولسمشر_ټرمپ_د_جنګ_واک_واخیست
ایرنا خبری اژانس نن سهار وختی دامریکا درسنیو په قول راپور ورکړ د امریکا ولسی جرګې کانګرس(United States Congress) یوه(۱) اصلاحیه تصویب کړه چې دایران پرضد داحتمالی جنګ د اعلانولو اختیار او واک یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه واخیست او دغه واک یې کانګرس ته وسپاره .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2018 01:44 Asia/Kabul
  • ددغه اصلاحیې روښانه پیغام دا دی چې دامریکا خلک او د کانګرس غړي له ایران سره جنګ نه غواړي .
    ددغه اصلاحیې روښانه پیغام دا دی چې دامریکا خلک او د کانګرس غړي له ایران سره جنګ نه غواړي .

ایرنا خبری اژانس نن سهار وختی دامریکا درسنیو په قول راپور ورکړ د امریکا ولسی جرګې کانګرس(United States Congress) یوه(۱) اصلاحیه تصویب کړه چې دایران پرضد داحتمالی جنګ د اعلانولو اختیار او واک یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه واخیست او دغه واک یې کانګرس ته وسپاره .

دامریکا د ولسی جرګې کانګرس  دملی دفاع د اختیاراتو د قانون دتصویبیدا په غونډې کښې په دغه دغه قانون  کښې یوه(۱) اصلاحیه تصویب شوه چې دایران پرضد د احتمالی جنګ د اعلانولو اختیار د ولسمشر ټرمپ له حکومت څخه اخیستل شوی او دجنګ داعلانو اجازه له ولسی جرګې کانګرس څخه له اجازې سره مشروطه کوی .

دغه اصلاحیه چې دامریکا د ولسی جرګې کانګرس د ډیموکراټ ګوند دغړی کیټ الیسون() لخوا وړاندیز شوی وه دکانګرس د ډیموکراټ او د ریپلیکن ګوند یوشمیر نورو غړیو  د ملاتړ وړ وه  او د رایو په اتفاق سره تصویب شوه .

کیټ الیسون په دې اړه وویل ددغه لایحې تصویبیدل له اټومی موافقې د ولسمشر ټرمپ د حکومت له وتلو او دټرمپ له زیاتیدونکو غلیمانه ادبیاتو سره په موقع او قدرتمن مخالفت دی .

هغه وویل ددغه اصلاحیې روښانه پیغام دا دی چې دامریکا خلک او د کانګرس غړی له ایران سره جنګ نه غواړی .