روسیې او فرانسې داټومی تړون په ساتلو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71952-روسیې_او_فرانسې_داټومی_تړون_په_ساتلو_ټینګار_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې او د فرانسې ولسمشرانو د اټومی تړون په اجرا او ساتلو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2018 02:08 Asia/Kabul
  • اروپايي لوري هم داټومي تړون د ساتلو غوښتونکي دي .
    اروپايي لوري هم داټومي تړون د ساتلو غوښتونکي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې او د فرانسې ولسمشرانو د اټومی تړون په اجرا او ساتلو ټینګار وکړ .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین(Vladimir Putin) بیګا په سین پیټرزبورګ کښې د نړیوالې اقتصادی غونډې په څنګ کښې د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره په ګډ خبری کانفرنس کښې د اټومی موافقې په ساتلو ټینګار سره د دغه تړون د اجرا لپاره د اروپایی هیوادونو او د فرانسې د دریځونو هرکلی او ملاتړ وکړ .

د روسیې ولسمشر پوتین په دې خبرې ټینګار سره چې د اټومی موافقې دلغوه کولو هیڅ دلیل نشته خبرداری ورکړ ددغه نړیوال اټومی تړون د لغوه کولو پایلې به ناوړه وی .

دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون(Emmanuel Macron) هم په دغه خبری کانفرنس کښې وویل اروپایی شرکتونه دامریکا د بایکاټونو له امکان سره سره له ایران سره ملګرتیا ساتلو ته لیواله دی او تهران ته داټومی موافقې د اجرا په اړه ضروری تضمینونه باید ورکړل شی .

هغه وویل داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس (International Atomic Energy Agency)راپورنه ددې ښودنه کوی چې ایران د اټومی موافقې په وړاندې په خپلو ژمنو عمل کړی دی پر دې اساس اروپایی لوری هم داټومی تړون د ساتلو غوښتونکی دی .