مسکو: آمریکا دیگر هیچ حقی درباره برجام ندارد
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72006-مسکو_آمریکا_دیگر_هیچ_حقی_درباره_برجام_ندارد
زمونږخبریال وایی د روسیې دباندنیو چارو وزارت ټینګار وکړ له اټومی موافقې(nuclear deal) د امریکا وتلو له واشنګټن څخه داټومی تړون په باره کښې هرډول حق اخیستی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2018 06:59 Asia/Kabul
  • ټرمپ د مي په اتمه (۸)نیټه دایران پرضد د بې اساسه تورونو په تکرارولو سره له اټومي موافقې د واشنګټن وتل اعلان کړل .
    ټرمپ د مي په اتمه (۸)نیټه دایران پرضد د بې اساسه تورونو په تکرارولو سره له اټومي موافقې د واشنګټن وتل اعلان کړل .

زمونږخبریال وایی د روسیې دباندنیو چارو وزارت ټینګار وکړ له اټومی موافقې(nuclear deal) د امریکا وتلو له واشنګټن څخه داټومی تړون په باره کښې هرډول حق اخیستی دی .

د روسیې دبهرنیو چارو وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې دامریکا له شتون پرته د اټومی موافقې() د ګډ کمیسیون دغونډې دنتیجې په اړه وویل د ویانا په غونډې کښې ګډون کونکو له اټومی موافقې د واشنګټن د بې اساسه او یو اړخیزه وتلو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه .

د روسیې استازندویه پلاوی هم ټینګار وکړ داډول اقدام د اټومی موافقې د مسائلو د حل په زمینه کښې د هراړخیزه موافقو او دغه راز د اټومی تړون په تائید کښې د  ملګروملتونو دامنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک حقیقی خلاف ورزۍ ده .

د اټومی موافقې د ګډ کمیسیون غونډه پرون د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې په کوبورګ هوټل کښې د امریکا له شتون پرته د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس(International Atomic Energy Agency) دمشر یوکیا امانو ، دایران د اټومی تړون د پینځو(۵) نورو غړیو هیوادونو او د اروپایی اتحادیې د استازیو په ګډون سره وشوه .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د می په اتمه (۸)نیټه دایران پرضد د بې اساسه تورونو په تکرارولو سره له اټومی موافقې د واشنګټن وتل  او له دریو (۳)تر شپږو(۶) میاشتو پورې د تهران پرضد داټومی بایکاټونو بیرته ستنول اعلان کړل .