امریکا دسیمې دهیوادونو د ویشلو کوشش کوی
-
دسیمې په هیوادونو په تیره بیا افغانستان او عراق کښې دامریکا پوځي لاسوهنې له ماتي سره مخ شوي دي .
د ترکیې د ایزنیوز خبری سایټ د کردی سرویس مسول چلونکی «مهدی تانریکولو» زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې د مینځنی ختیځ کښې د سیمې په هیوادونو کښې د امریکا د پوځی لاسوهنو او ددسیسو په اړه خبرداری ورکړ .
هغه وویل امریکا هڅه کوی دسیمې قدرتمن هیوادونه وویشی او تر خپلې سلطې ورولی .
دترکیې دایز نیوز د خبری سایټ دکردی سرویس مسوول چلونکی مهدی تانریکولو دایران پرضد دامریکا ګواښونو ته په اشارې وویل نړیوال قدرتونه په تیره بیا امریکا په خپلو ناوړه ګټو پسې ده چې شاید د دغه ستراتیژیکې سیمې ډیره ونډه ترلاسه کړی .
مهدی تانریکولو په دې خبرې سره چې امریکا دسیمې په هیوادونو کښې د ډیموکراسۍ(Democracy) د نشتون په پلمه په دغو هیوادونو حملې کړی دی وویل دامریکا له دغو غلیمانه اقداماتو د خلاصون یوازنۍ لاره دسیمې دخلکو دوکه نه خوړل او دهغوې اتحاد او پیوستون دی .
دترکیې دغه رسندوی فعال په سیمه کښې دایران لوړ پوځی توان ته په اشارې سره ټینګار وکړ دسیمې په هیوادونو په تیره بیا افغانستان او عراق کښې دامریکا پوځی لاسوهنې له ماتی سره مخ شوی دی .