په سوریې کښې دداعش ډلې یو کلینک کشف شوی
-
داعش ډلې په سوریې، عراق او ځینې نورو هیوادونو کښې ستر جنایتونه کړي دي .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دسوریې عسکرو دپلازمینې دمشق په جنوب کښې په یرموک کیمپ او حجرالاسود سیمه کښې له ترهګرو ډلو د پاتې اثارو د پیژندلو دعملیاتو په دوام کښې داعش ترهګرې ډلې ته اړونده یو(۱) صحرایی کلینک(Clinic) او دهغوې د شکنجې یو(۱) مرکز کشف کړ .
دسوریې عسکرو ترهګرو ډلو ته داړونده دیوه کلینک او دیوشمیر ماینونو په کشفولو سربیره د ځمکې لاندې یو شمیر کوټانۍ هم کشف کړې چې د ملکی خلکو د شکنجه کولو او ځورولو لپاره کارول کیدې .
د رقه(Raqqa)ښار د بیارغاونې د کمیټۍ غړی عبدالرووف احمد هم وویل د روان میلادی کال له لومړیو څخه تراوسه پورې د سوریې دعسکرو د پلټنې دعملیاتو په وخت په ډله ایزو قبرونو کښې د ښځو او د ماشومانو په شمول د نهه سوه(۹۰۰) کسانو مړی کشف شوی دی چې داعش ډلې وژلی دی .
داعش ډلې چې سعودی عربستان، امریکا، انګلستان، فرانسې ، ترکیې، قطر ،اردن ، اسرائیلو ، بحرین ، متحده عربی اماراتو او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو خپلو هدفونوته درسیدا لپاره جوړه کړی ده په سوریې، عراق او ځینې نورو هیوادونو کښې ستر جنایتونه کړی دی .