په سوریې کښې دداعش ډلې یو کلینک کشف شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72022-په_سوریې_کښې_دداعش_ډلې_یو_کلینک_کشف_شوی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دسوریې عسکرو دپلازمینې دمشق په جنوب کښې په یرموک کیمپ او حجرالاسود سیمه کښې له ترهګرو ډلو د پاتې اثارو د پیژندلو دعملیاتو په دوام کښې داعش ترهګرې ډلې ته اړونده یو(۱) صحرایی کلینک(Clinic) او دهغوې د شکنجې یو(۱) مرکز کشف کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2018 09:15 Asia/Kabul
  • داعش ډلې په سوریې، عراق او ځینې نورو هیوادونو کښې ستر جنایتونه کړي دي .
    داعش ډلې په سوریې، عراق او ځینې نورو هیوادونو کښې ستر جنایتونه کړي دي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دسوریې عسکرو دپلازمینې دمشق په جنوب کښې په یرموک کیمپ او حجرالاسود سیمه کښې له ترهګرو ډلو د پاتې اثارو د پیژندلو دعملیاتو په دوام کښې داعش ترهګرې ډلې ته اړونده یو(۱) صحرایی کلینک(Clinic) او دهغوې د شکنجې یو(۱) مرکز کشف کړ .

دسوریې عسکرو ترهګرو ډلو ته  داړونده  دیوه کلینک  او دیوشمیر ماینونو په کشفولو سربیره د ځمکې لاندې یو شمیر کوټانۍ هم کشف  کړې چې د ملکی خلکو د شکنجه کولو او ځورولو لپاره کارول کیدې .

د رقه(Raqqa)ښار د بیارغاونې د کمیټۍ غړی عبدالرووف احمد هم وویل  د  روان میلادی کال له لومړیو څخه تراوسه پورې  د سوریې دعسکرو د پلټنې دعملیاتو په وخت په ډله ایزو قبرونو کښې د ښځو او د ماشومانو په شمول د نهه سوه(۹۰۰) کسانو مړی کشف شوی دی چې داعش ډلې وژلی دی .

داعش ډلې چې سعودی عربستان، امریکا، انګلستان، فرانسې ، ترکیې، قطر ،اردن ، اسرائیلو ، بحرین ، متحده عربی اماراتو او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو خپلو هدفونوته درسیدا لپاره جوړه کړی ده په سوریې، عراق او ځینې نورو هیوادونو کښې ستر جنایتونه کړی دی .