هند دپاکستان پخوانی ولسمشر له وژل کیدا بچ کړی وو
-
دهند استخباراتي ادارې را(RAW)) دپاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف ته اطلاع ورکړي وه چې جیش محمد ډله په ده حمله کوي .
زمونږخبریال وایی د هند د جاسوسۍ ادارې را (RAW)) پخوانی مشر ای ایس دولت ویلی دی چې زمونږ استخباراتی ادارې یو ځل داطلاع په ورکولو سره د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف له وژل کیدا بچ کړی وو .
هغه وویل دهند استخباراتی ادارې را(RAW)) دپاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف ته اطلاع ورکړی وه چې جیش محمد ډله په ده حمله کوی او په دې ډول مشرف ځان بچ کړ .
د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف او د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(Inter-Services Intelligence) دهغه وخت مشر د هند مننه هم کړی وه .
دپاکستان دجاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(Inter-Services Intelligence) پخوانی مشر متقاعد جنرال اسد درانی او د هند د جاسوسۍ ادارې را (RAW) پخوانی مشر ای ایس دولت د سپایی کرونیکلز (The Spy Chronicles)په نوم کتاب لیکلی دی چې په دواړو هیوادونو کښې یې ستر شورماشور هم رامینځته کړی دی .