د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو ناڅاپه ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72066-د_شمالي_او_جنوبي_کوریا_مشرانو_ناڅاپه_ملاقات_وکړ
د شمالي کوریا او جنوبي کوریا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو د هواري لپاره په دویم ځل په خپلو کښې کتلي او خبرې اترې یې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2018 15:09 Asia/Kabul
  • د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو ناڅاپه ملاقات وکړ

د شمالي کوریا او جنوبي کوریا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو د هواري لپاره په دویم ځل په خپلو کښې کتلي او خبرې اترې یې وکړې.

د سویلي کوریا د ولسمشر د دفتر ویاند وویل چې د دغه هیواد ولسمشر مون جائه این  Moon Jae-in او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون Kim Jong-un نن په پانمونجوم  Panmunjom نومې سرحدي سیمه کښې په خپلو کښې ملاقات کړی او په همدې سیمې کښې د اپریل په ۲۷ نیټه د خپلې تیرې کتنې د بیانیې د اجرايي کولو په اړه یې خپل نظریات اعلان کړل.

د دواړو کوریاؤ مشرانو په دغه خبرپاڼه کښې (د صلحې په معاهدې) د (جنګ بندول) نومې موافقې په بدلیدو او د یو بل پر ضد د هر ډول غلیمانه اقدام په ختمولو ټینګار وکړ.

په کوریا ټاپو وزمه کښې د امریکې پوځي شتون، له شمالي کوریا سره یې د ګډو پوځي مانورو ترسره کول او په سویلي کوریا کښې یې د (ټاډ) په نامه توغندوي سیسټم لګول د جنوبي او شمالي کوریا د اختلاف وړ مسائل دي.

ټاکل شوې چې د جنوبي کوریا ولسمشر سبا د شمالي کوریا له مشر سره د خپلې ننۍ کتنې پایلې اعلان کړي.