د شمالي کوریا مشر له ټرمپ سره په کتنې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72098-د_شمالي_کوریا_مشر_له_ټرمپ_سره_په_کتنې_ټینګار_وکړ
د شمالي کوریا مشر یوځل بیا د امریکې له ولسمشر سره د ملاقات غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 06:32 Asia/Kabul
  • د شمالي کوریا مشر له ټرمپ سره په کتنې ټینګار وکړ

د شمالي کوریا مشر یوځل بیا د امریکې له ولسمشر سره د ملاقات غوښتنه وکړه.

د شمالي کوریا خبري آژانس خبر ورکړی چې د دغه هیواد مشر کیم جونګ اون د جون په دولسمه نیټه د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د کتنې لپاره پر خپل ثابت هوډ ټینګار وکړ او د دواړو هیوادونو د مشرانو د غونډې د ترسره کیدو غوښتنه یې وکړه.

د امریکې ولسمشر د جمعې په شپه په راتلونکې میلادي میاشت کښې د شمالي کوریا له مشر سره د پلان شوې کتنې د لغوه کیدو خبر ورکړی و.

د ټرمپ لخوا دغه ملاقات په داسې حال کښې لغوه کړی شو چې شمالي کوریا ویلي دې، پیونګ ری نومې ایټمي سایټ یې له ژمنې سره سم په بشپړه توګه وران کړی دی.

د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس همداشان پرون د یوې خبرې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د شمالي او جنوبي کوریا مشران په پان مونجوم نومي سرحدی کلي کښې په پروني ملاقات کښې موافقې ته سره رسیدلي چې دریمه سرمشریزه د جون په وړومبۍ نیټه ترسره کړي.

دا غونډه د امریکې او شمالي کوریا د مشرانو د غونډې د ترسره کیدو لپاره چې د ډونلډ ټرمپ لخوا کینسل شوې، د یوې لارې د موندلو په موخه جوړه شوه.

د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو د دغې غونډې په پاییزې بیانیې کښې د کوریا ټاپووزمې د بشپړې بې وسلې کونې په هکله موافقې ته رسیدلي او موافقه یې وکړه چې د جنګ د پریښودو موافقه د صلحې په معاهدې بدله شي او له دې وروسته د یو بل خلاف هر ډول غلیمانه اقدام ختم کړي.