دشمالی کوریا او دامریکا خبرې په خپل وخت کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72132-دشمالی_کوریا_او_دامریکا_خبرې_په_خپل_وخت_کیږی
زمونږ خبریال وایی دجنوبی کوریا ولسمشر مون جی این (Moon Jae)د شمالی کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون (Kim Jong-un) سره له ناڅاپه کتنې یوه (۱)ورځ وروسته نن وویل دشمالی کوریا مشر اوس هم دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره کتنې او په کامل ډول اټومی بې وسلې کیدا ته چمتو دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 12:15 Asia/Kabul
  • دشمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د تاریخي کتنې په اړه خپله بشپړه اراده ښودلي ده .
    دشمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د تاریخي کتنې په اړه خپله بشپړه اراده ښودلي ده .

زمونږ خبریال وایی دجنوبی کوریا ولسمشر مون جی این (Moon Jae)د شمالی کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون (Kim Jong-un) سره له ناڅاپه کتنې یوه (۱)ورځ وروسته نن وویل دشمالی کوریا مشر اوس هم دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره کتنې او په کامل ډول اټومی بې وسلې کیدا ته چمتو دی .

دغه راز دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلی دی چې دشمالی کوریا له مشر کیم جونګ اون (Kim Jong-un)سره کتنه به له مخکې څخه دپلان شوی پروګرام پراساس په جون میاشت کښې په سینګاپور هیواد کښې وشی .

ټرمپ وویل چې مونږ د جون دمیاشتې دولسمې(۱۲) نیټې ته  سترګې په لار یوو او له شمالی کوریا سره زما دکتنې پروګرام نه دی بدل شوی خو وبه ګورو چې څه کیږی .

دامریکا چارواکو غوښتنه کړی ده چې د اقتصادی بندیزونو په اړه د امتیازونو  له ترلاسه کولو مخکې شمالی کوریا باید په یواړخیزه ډول بې  وسلې شی خو پیانګ یانګ (Pyongyang)دپړاویزو خبرو او د امریکا لخوا د امتیازونو دترلاسه کولو غوښتنه کوی .

دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون هم د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د تاریخی کتنې په اړه خپله بشپړه اراده ښودلی ده .