امریکا د ترهګرو ډلو دجوړولو لګښتونه ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72150-امریکا_د_ترهګرو_ډلو_دجوړولو_لګښتونه_ورکوی
زمونږ خبریال وایی د روسیې د ملی امنیت د څیړنو د مرکز("Vympel") مشر سرګی کریواشیو ()امریکا د ترهګرو ډلو د لګښتونو ترټولو ستره او اصلی تامینونکی او پانګواله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 14:46 Asia/Kabul
  •  امریکا په ځلونو په رسمي ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کړي ده .
    امریکا په ځلونو په رسمي ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کړي ده .

زمونږ خبریال وایی د روسیې د ملی امنیت د څیړنو د مرکز("Vympel") مشر سرګی کریواشیو ()امریکا د ترهګرو ډلو د لګښتونو ترټولو ستره او اصلی تامینونکی او پانګواله وبلله .

هغه په دې خبرې سره چې امریکا د ترهګرو ډلو لپاره له پانګونې لاس نه اخلی وویل واشنګټن د ترهګرو او د سرزوروډلو  لپاره ضروری پیسې او پانګونه تامینوی .

د روسیې دملی امنیت د څیړنې دمرکز مشر سرګی کریواشیو وویل امریکا په ځلونو په رسمی ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کړی ده خو تراوسه یې حتی د ترهګرو ډلو یوه (۱)تبلیغاتی شبکه هم نه ده تړلی .

هغه امریکا د افغانستان او دهغه دګاونډیو هیوادونو په سرحدونو کښې دداعش  ترهګرې ډلې د غړیو د دیره کولو او  د ناامنۍ د رامینځته کولو مسوله وبلله او ټینګار یې وکړ امریکا په دغو اقداماتو سره نیت لری ترهګر د روسیې او دایران سرحدونو ته نږدې کړی او ددوې لپاره خطر او ناامنۍ رامینځټه کړی .