په امریکاکې په ډزو کې نور ۶۳کسان مړه او ټپیان شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72214-په_امریکاکې_په_ډزو_کې_نور_۶۳کسان_مړه_او_ټپیان_شول
په امریکا کې هره ورځ په لسګونو کسان د عامو ښاریزو د ډزو په پیښو کې مړه اوټپیان کیږی ، خو د وسلو د پیرپلور دشرکتونو د خاوندانو د ډیر زیات نفوذ په دلیل په دغه هیواد کې دوسلو ساتل او ګرځول هماغه راز آزاد دی او حکومت هم په دې اړه چپه خوله پاتې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2018 13:13 Asia/Kabul
  • په امریکاکې په ډزو کې نور ۶۳کسان مړه او ټپیان شول

په امریکا کې هره ورځ په لسګونو کسان د عامو ښاریزو د ډزو په پیښو کې مړه اوټپیان کیږی ، خو د وسلو د پیرپلور دشرکتونو د خاوندانو د ډیر زیات نفوذ په دلیل په دغه هیواد کې دوسلو ساتل او ګرځول هماغه راز آزاد دی او حکومت هم په دې اړه چپه خوله پاتې دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو  د احصایو  ثبتونکی  مرکز  په یوې اعلامیې کې  وئیلی دی ،  په تیرشواروز کې  د  امریکا  په اوهایو، کلوراډو ،میشیګن ، روډآیلنډ، ماساچوست ،لوئیزیانا ، پنسلوینیا او نبراسکا ایالتونو کې   د ډزو  زیاتره پیښې رامینځة شوی دی .

  دغه مرکز په دغې اعلامیې کې وئیلی دی ،  په شنبې ورځې هم  دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې     دډزو  یو سل یویشت موردونه ثبت شوی دی ، چې له امله ئې پنځه دیرش کسان وژل شوی او  کابو اویا نور ټپیان شوی دی .

 په امریکا  کې د وسلوالو تاؤتریخوالو داحصایو دغه ثبتونکی مرکز  د اعلان په اساس ،  په تیرو  اته څلویښت ساعتونو کې  د  دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ډزو  یو سل اتیا موردونه ثبت شوی ، چې له امله ئې  شپږ څلویښت کسان وژل شوی او  کابو یو سل شل نور ټپیان شوی دی .