په امریکاکې په ډزو کې نور ۶۳کسان مړه او ټپیان شول
په امریکا کې هره ورځ په لسګونو کسان د عامو ښاریزو د ډزو په پیښو کې مړه اوټپیان کیږی ، خو د وسلو د پیرپلور دشرکتونو د خاوندانو د ډیر زیات نفوذ په دلیل په دغه هیواد کې دوسلو ساتل او ګرځول هماغه راز آزاد دی او حکومت هم په دې اړه چپه خوله پاتې دی .
زمونږخبریال راپورراکړ په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو ثبتونکی مرکز په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، په تیرشواروز کې د امریکا په اوهایو، کلوراډو ،میشیګن ، روډآیلنډ، ماساچوست ،لوئیزیانا ، پنسلوینیا او نبراسکا ایالتونو کې د ډزو زیاتره پیښې رامینځة شوی دی .
دغه مرکز په دغې اعلامیې کې وئیلی دی ، په شنبې ورځې هم دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې دډزو یو سل یویشت موردونه ثبت شوی دی ، چې له امله ئې پنځه دیرش کسان وژل شوی او کابو اویا نور ټپیان شوی دی .
په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو داحصایو دغه ثبتونکی مرکز د اعلان په اساس ، په تیرو اته څلویښت ساعتونو کې د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ډزو یو سل اتیا موردونه ثبت شوی ، چې له امله ئې شپږ څلویښت کسان وژل شوی او کابو یو سل شل نور ټپیان شوی دی .