هند د ترهګرۍ په اړه له پاکستان سره خبرې رد کړې
May 29, 2018 00:35 Asia/Kabul
-
هند او پاکستان د کشمیر په شمول دځینو موردونو په اړه له یوبل سره اختلافات لري او یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .
زمونږخبریال وایی د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج (Sushma Swaraj)پرون وویل له ترهګرۍ سره دمبارزې په اړه له پاکستان سره خبرې امکان نلری .
هغې ادعا وکړه تر هغه وخته چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ او د کشمیر په کنټرول کرښې کښې د اووربند خلاف ورزۍ کوی او په خپله خاوره کښې ترهګرو ته پناه ورکوی له اسلام اباد سره د نوی ډیلی خبرې امکان نلری .
پاکستان په ځلونو دهند دغه تورونه رد کړی دی .
هند او پاکستان د کشمیر په شمول دځینو موردونو په اړه له یوبل سره اختلافات لری او یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .