ټرمپ د امریکا دتاریخ ترټولو بد معامله کونکی ولسمشر دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72242-ټرمپ_د_امریکا_دتاریخ_ترټولو_بد_معامله_کونکی_ولسمشر_دی
زمونږ خبریال وایی واشنګټن پوسټ(The Washington Post) ورځپاڼې د ایران د اټومی موافقې او د شمالی کوریا دخبرو په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ ورانونکی رول ته په اشارې سره ټرمپ د امریکا دتاریخ ترټولو بد معامله کونکی ولسمشر وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2018 00:51 Asia/Kabul
  • ولسمشر ټرامپ له خپلو متحدانو سره د امریکا اړیکې ډیرې خړې پړې کړي .
    ولسمشر ټرامپ له خپلو متحدانو سره د امریکا اړیکې ډیرې خړې پړې کړي .

زمونږ خبریال وایی واشنګټن پوسټ(The Washington Post) ورځپاڼې د ایران د اټومی موافقې او د شمالی کوریا دخبرو په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ ورانونکی رول ته په اشارې سره ټرمپ د امریکا دتاریخ ترټولو بد معامله کونکی ولسمشر وباله .

دغه ورځپاڼې زیاته کړه دامریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال دمی میاشتې په پیل کښې د شمالی کوریا دخبرو او د ایران د اټومی موافقې په شمول له دوو(۲) ډیپلوماټیکو چیلنجونو سره مخ وو چې کولای شو د هیواد لپاره د دوو(۲)بریالیتوبونو سبب شی خو هغه اوس د اټومی موافقې د پاتې شونو د راټولو په حال کښې دی او د شمالی کوریا دخبرو  بهیر یې هم ځنډولی دی .

واشنګټن پوسټ(The Washington Post) ورځپاڼې ولیکل ولسمشر ټرامپ له خپلو متحدانو سره د امریکا اړیکې ډیرې خړې پړې کړی او په مینځنی ختیځ او اسیا کښې یې پوځی شخړې زیاتې کړی دی او په خپله هم دسولې د نوبل جایزې له احتمالی ګټونکی څخه د ګډوډۍ په قوماندان بدل شوی دی .

دغه ورځپاڼې زیاته کړه د اروپا حکومتونو په اټومی موافقې کښې دامریکا د ولسمشر د پاتې کیدا لپاره زیاته هڅه وکړه خو ټرمپ ورانکار کړچار غوره کړ او اروپایی چارواکی دې نتیجې ته ورسیدل چې ټرمپ یوازې د پخوانی حکومت د بهرنی سیاست د میراث د بې اعتباره کولو کوشش کوی .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دامریکا دملی امنیت سلاکار جان بولټن او خارجه وزیر مایک پمپئو هم د هیواد دخارجی سیاست په ګډوډ حالت کښې ونډه لرونکی وبلل او خبرداری یې ورکړ دغه حالت د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ دپاتې دوه نیم کلونو له ختمیدا مخکې دیوې (۱)غمیزې سبب کیدلای شی .