داټومی تړون ساتل داروپا لپاره امنیتی موضوع ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72244-داټومی_تړون_ساتل_داروپا_لپاره_امنیتی_موضوع_ده
فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی(Federica Mogherini) د اټومی موافقې(Iran nuclear deal) ساتل د اروپا لپاره امنیتی موضوع وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2018 01:03 Asia/Kabul
  • داټومي موافقې ساتل د  اروپايي اتحادیې لپاره په اقتصادي مسائلو پورې اړونده موضوع نه ده .
    داټومي موافقې ساتل د اروپايي اتحادیې لپاره په اقتصادي مسائلو پورې اړونده موضوع نه ده .

فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی(Federica Mogherini) د اټومی موافقې(Iran nuclear deal) ساتل د اروپا لپاره امنیتی موضوع وبلله .

هغه پرون په بروکسل کښې داروپایی اتحادیې دبهرنیو چارو دوزیرانو دغونډې دختمیدا په وخت وویل دغه اتحادیه د اټومی موافقې دساتلو لپاره دایران لپاره په اقتصادی امتیازونو د غور کولو په حال کښې ده .

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی زیاته کړه چې داټومی موافقې ساتل د  اروپایی اتحادیې لپاره په اقتصادی مسائلو پورې اړونده موضوع نه ده بلکې د اروپایی اتحادیې لپاره امنیتی موضوع ده .

هغې په بروکسل کښې داروپایی اتحادیې د خارجه وزیرانو دغونډې په پیل کښې هم وویل ددغه اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو دشورا ترټولو لومړۍ اومهمه ایجنډه د اټومی موافقې ساتل دی .