د بریتانیا خلکو د ایهود باراک دمحاکمې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72246-د_بریتانیا_خلکو_د_ایهود_باراک_دمحاکمې_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا ګڼ شمیر خلکو پرون په لندن کښې دصهیونیسټ رژیم دپخوانی لومړی وزیر ایهود باراک (Ehud Barak)د وینا ځاې مخ ته په غونډې سره د جنګی جنایتکار په توګه دهغه دنیولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2018 01:13 Asia/Kabul
  • اعتراض کونکو د فلسطین دبیرغ په رپولو سره دصهیونیسټ رژيم د جنایتونو د غندلو لپاره شعارونه ورکړل .
    اعتراض کونکو د فلسطین دبیرغ په رپولو سره دصهیونیسټ رژيم د جنایتونو د غندلو لپاره شعارونه ورکړل .

زمونږ خبریال وایی د بریتانیا ګڼ شمیر خلکو پرون په لندن کښې دصهیونیسټ رژیم دپخوانی لومړی وزیر ایهود باراک (Ehud Barak)د وینا ځاې مخ ته په غونډې سره د جنګی جنایتکار په توګه دهغه دنیولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه .

په دغه اعتراضیه غونډې کښې چې یوشمیر یهودی خاخامان هم پکښې وو وویل شول د صهیونیسټ رژیم دپخوانی لومړی وزیر ایهود باراک لاسونه د فلسطین د مظلومو خلکو په وینو ککړ دی .

اعتراض کونکو په دغه غونډې کې د فلسطین دبیرغ په رپولو سره دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندلو لپاره شعارونه ورکړل .

د بریتانیا خلکو دغه راز د ایهودباراک د وینا ځاې مخ ته د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د وروستیو جنایتونو یوشمیر عکسونه هم نندرې ته وړاندې کړل .

د روان میلادی کال د مارچ دمیاشتې له دیرشمې(۳۰) نیټې راهسې د بیرته ستنیدا دحق په سوله ایزو لاریونونو کښې د فلسطین څه دپاسه یوسل شل(۱۲۰) ښاریز د اسرائیلی عسکرو په ډزو شهیدان او کابو دیارلس زره (۱۳۰۰۰)نور ژوبل شوی دی .