د مختلفو دینونو مذهبي مشرانو د میانمار له حکومته غوښتنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72308-د_مختلفو_دینونو_مذهبي_مشرانو_د_میانمار_له_حکومته_غوښتنه_کړې
د مختلفو دینونو یوه ډله مذهبي مشرانو د میانمار له حکومته وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د توکمیز توپیر د کړکیچ د هواري لپاره یوه حل لاره وړاندې کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2018 15:52 Asia/Kabul
  • د مختلفو دینونو مذهبي مشرانو د میانمار له حکومته غوښتنه کړې

د مختلفو دینونو یوه ډله مذهبي مشرانو د میانمار له حکومته وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د توکمیز توپیر د کړکیچ د هواري لپاره یوه حل لاره وړاندې کړي.

د انډونیشیا د ولسمشر استازي دین سیامسودین نن د مختلفو دینونو له یوه ډله مذهبي مشرانو سره یوځای میانمار ته په سفر کښې د دغه هیواد له خارجه وزیرې آنګ سان سوچي سره وکتل او د میانمار له حکومته یې وغوښتل چې په خپل عملي اقدام سره په دغه هیواد کښې د روهنګیا مسلمانانو د وژلې په لړ کښې اندیښنې لرې کړي.

هغه له میرمن سوچي وغوښتل چې روهنګیا مسلمانانو ته د ښاریزتوب د حقوقو په ورکړې سره د هغوي خلاف د میانمار د پوځ او تندلارو مخالفو ډلو د حملو مخه ونیسي.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې د روهنګیا مسلمانانو د ښاریزتوب د حقوقو منل میانمار ته د صلحې د ورستنولو او د تندلارو د څنګته کولو یوازنی لاره ګڼله کیږي.

دا په داسې حال کښې دي چې د میانمار حکومت د روهینګیا قام مسلمانان غیرقانوني کډوال ګڼي او د هغوي د ښاریزتوب حقوق په رسمیت نه پيژني.

ملګرو ملتو هم د میانمار حکومت د دغه هیواد د لویدیځ پ راخین صوبه کښې په نسل وژني او توکمیزې پاکونې تورن کړی دی.