داروپائی اتحادئې خپلواکی له خطرې سره مخامخ ده
له جامعې ایټمی موافقې دامریکا د وتلو یوه خوره مهمه نتیجه ، داروپائی اتحادئې په خپلواکۍ سترګو پټول او همداراز د دغې اتحادئې سپکاوی دی ،ځکه دامریکا ولسمشر ټرمپ د اروپائی هیوادونو له سخت مخالفت سره سره ، امریکا له دغې نړیوالې ایټمی موافقې وباسله . دایران ایټمی موافقه داروپائی ا تحادئې دبهرنی سیاست یوه خوره مهمه بریا حسابیږی .
ایتارتاس خبری آژانس راپورورکړی ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف دسپینې روسیې په پلازمینې منیسک کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،ماسکو ګروهمنه ده ، چې اروپائی اتحادیه دیوه قدرتمند ، خپلواکه او د اټکل وړ شریک په توګه وګوری .
هغه وئیلی دی ، اروپائی اتحادئې چې له پیچلو داخلی بهیرونوسره لاس اوګریوان ده ، اجازت نه ورکول کیږی ،خپله خپلواکی نندارې ته وړاندې کړی.