امریکا له شمالی کوریا سره خبرې کوی
-
دامریکا جاسوسۍ ادارې سي ايي ای ویلي دي چې شمالي کوریا نیت نلري اټومي وسلې پریږدي .
زمونږ خبریال وایی سپینې ماڼۍ د سینګاپور دغونډې د نه ترسره کیدا په اړه دامریکا دولسمشر ټرمپ د څرګندونو په خلاف ورزۍ سره وویل امریکا د جون د میاشتې په دولسمه(۱۲) یا بله کومه نیټه له شمالی کوریا سره د غونډې ترسره کولو ته چمتو ده .
د سپینې ماڼۍ ویاندې میرمن سار هوکابې سانډرز (Sarah Huckabee Sanders) وویل د ولسمشر ټرمپ په نظر د شمالی کوریا او دامریکا ترمینځ روان بحثونه په ښه ډول مخ ته روان دی او هغه غونډې چې په روانه اونۍ کښې کیږی په پریکنده توګه د پرمختګ ښودنه کوی .
هغې دغه راز د جون دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه دشمالی کوریا او دامریکا د مشرانو دغونډې دترسره کولو لپاره د خپل هیواد په چمتووالی ټینګار وکړ .
دامریکا جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(Central Intelligence Agency) هم په یوه (۱)راپور کښې ویلی دی چې شمالی کوریا نیت نلری اټومی وسلې پریږدی .