امریکا له شمالی کوریا سره خبرې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72346-امریکا_له_شمالی_کوریا_سره_خبرې_کوی
زمونږ خبریال وایی سپینې ماڼۍ د سینګاپور دغونډې د نه ترسره کیدا په اړه دامریکا دولسمشر ټرمپ د څرګندونو په خلاف ورزۍ سره وویل امریکا د جون د میاشتې په دولسمه(۱۲) یا بله کومه نیټه له شمالی کوریا سره د غونډې ترسره کولو ته چمتو ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2018 08:11 Asia/Kabul
  • دامریکا جاسوسۍ ادارې سي ايي ای ویلي دي چې شمالي کوریا نیت نلري اټومي وسلې پریږدي .
    دامریکا جاسوسۍ ادارې سي ايي ای ویلي دي چې شمالي کوریا نیت نلري اټومي وسلې پریږدي .

زمونږ خبریال وایی سپینې ماڼۍ د سینګاپور دغونډې د نه ترسره کیدا په اړه دامریکا دولسمشر ټرمپ د څرګندونو په خلاف ورزۍ سره وویل امریکا د جون د میاشتې په دولسمه(۱۲) یا بله کومه نیټه له شمالی کوریا سره د غونډې ترسره کولو ته چمتو ده .

د سپینې ماڼۍ ویاندې میرمن سار هوکابې سانډرز (Sarah Huckabee Sanders) وویل د ولسمشر ټرمپ په نظر د شمالی کوریا او دامریکا ترمینځ روان بحثونه په ښه ډول مخ ته روان دی او هغه غونډې چې په روانه اونۍ کښې کیږی په پریکنده توګه د پرمختګ ښودنه کوی .

هغې دغه راز د جون دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه  دشمالی کوریا او دامریکا د مشرانو دغونډې دترسره کولو لپاره د خپل هیواد په چمتووالی ټینګار وکړ .

دامریکا جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(Central Intelligence Agency) هم په یوه (۱)راپور کښې ویلی دی چې شمالی کوریا نیت نلری اټومی وسلې پریږدی .