امریکا له ایران سره د ټکر سیاست ته مخه کړی ده
-
د نړیوالو مسائلو دحل لپاره د ګواښ ژبه بریالۍ نه ده او له هغې نتیجه نشو ترلاسه کولای .
زمونږخبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل امریکا له اټومی موافقې په وتلو سره له تهران سره د بشپړه ټکر هڅه کوی .
هغه نن د پریماکوف ریدینګز(Primakov Readings) په نړیوالې غونډې کښې ټینګار وکړ امریکا هغه وخت چې له اټومی موافقې ووتله نو له ایران سره یې د یوه(۱) بشپړه ټکر په اړه فکر کاوه .
لاوروف وویل ماسکو ګروهنه لری چې ددغه مسلې کتونکی ووسی چې د امریکا بهرنی سیاست د ډیر اټکل وړ ووسی .
دروسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف وویل د واشنګټن په بهرنی سیاست یوشمیر عوامل اغیز لری او ددغه هیواد بهرنی سیاست تل په یوه(۱) لور نه دی روان او په ډیرو موردونو کښې ګډوډ دی .
لاوروف ټینګار وکړ امریکا دایران د څنګ ته کولو لپاره یوه(۱) لاره غوره کړی ده په دې هیلې سره چې تهران سیاست له دغه مسلې سره سم کړی .
هغه په امریکا غږ وکړ چې له ایران سره خبرې پیل کړی .
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف وویل د نړیوالو مسائلو دحل لپاره د ګواښ ژبه بریالۍ نه ده او له هغې نتیجه نشو ترلاسه کولای .