امریکا له ایران سره د ټکر سیاست ته مخه کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72354-امریکا_له_ایران_سره_د_ټکر_سیاست_ته_مخه_کړی_ده
زمونږخبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل امریکا له اټومی موافقې په وتلو سره له تهران سره د بشپړه ټکر هڅه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2018 09:19 Asia/Kabul
  • د نړیوالو مسائلو دحل لپاره د ګواښ ژبه  بریالۍ نه ده او له هغې نتیجه نشو ترلاسه کولای .
    د نړیوالو مسائلو دحل لپاره د ګواښ ژبه بریالۍ نه ده او له هغې نتیجه نشو ترلاسه کولای .

زمونږخبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل امریکا له اټومی موافقې په وتلو سره له تهران سره د بشپړه ټکر هڅه کوی .

هغه نن  د پریماکوف ریدینګز(Primakov Readings) په نړیوالې غونډې کښې ټینګار وکړ امریکا  هغه وخت چې له اټومی موافقې ووتله نو له ایران سره یې د یوه(۱) بشپړه ټکر په اړه فکر کاوه .

لاوروف وویل ماسکو ګروهنه لری چې ددغه مسلې کتونکی ووسی چې د امریکا بهرنی سیاست د ډیر اټکل وړ ووسی .

 دروسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف وویل د واشنګټن په بهرنی سیاست یوشمیر عوامل اغیز لری او ددغه هیواد بهرنی سیاست تل په یوه(۱) لور نه دی روان او په ډیرو موردونو کښې ګډوډ دی .

لاوروف ټینګار وکړ امریکا دایران د څنګ ته کولو لپاره یوه(۱) لاره غوره کړی ده په دې هیلې سره چې تهران سیاست له دغه مسلې سره سم کړی .

هغه په امریکا غږ وکړ چې له ایران سره خبرې پیل کړی .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف وویل د نړیوالو مسائلو دحل لپاره د ګواښ ژبه  بریالۍ نه ده او له هغې نتیجه نشو ترلاسه کولای .