اسرائیل د بشار اسد په نسکورولو کښې ناکامه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72358-اسرائیل_د_بشار_اسد_په_نسکورولو_کښې_ناکامه_شوی
زمونږخبریال وایی د عربو هیوادونو د چارو شناندی ایهود یعری داسرائیلو په دوهم(۲) ټیلی ویژن کښې د سوریې د ولسمشر بشار اسد دقانونی حکومت دنسکورولو لپاره د تل اویو(Tel Aviv) د پلانونو په ماتی اعتراف وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2018 09:45 Asia/Kabul
  • دسوریې دعسکرو په مرکزونو دصهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو او د توپونو حملې زیاتې شوي دي .
    دسوریې دعسکرو په مرکزونو دصهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو او د توپونو حملې زیاتې شوي دي .

زمونږخبریال وایی د عربو هیوادونو د چارو شناندی ایهود یعری داسرائیلو په دوهم(۲) ټیلی ویژن کښې د سوریې د ولسمشر بشار اسد دقانونی حکومت دنسکورولو لپاره د تل اویو(Tel Aviv) د پلانونو په ماتی اعتراف وکړ .

ایهود یعری په سوریې کښې داسرائیلو د سیاستونو په ستراتیژیکې ماتی اعتراف سره وویل د لبنان د مقاومت د چورلیز د ځواکونو په ملګرتیا سره دسوریې مسلې ته  په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې د روسیې ورګډیدا د دمشق د حکومت دنسکورولو لپاره د اسرائیلو هڅه ناکامه کړه .

د اسرائیلو دغه شناندی په سوریې کښې د مقاومت دچورلیز د رول د لوبولو دکمولو لپاره دصهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر اویګدور لیبرمین(Avigdor Lieberman) د وینا دوام ته په اشارې سره وویل دا ډول ادعاګانې به د مقاومت د چورلیز د عمل په نوښت سره چې په صبر  سره او په حساب شوی ډول په سوریې کښې د مقاومت ایډیالونه تعقیبوی محققې  نشی .

په تیرو میاشتو کښې په سوریې  کښې د تکفیری ترهګرو ډلو له ماتی وروسته ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د حکومتی عسکرو په مرکزونو دصهیونیسټ رژیم د جنګی الوتکو او د توپونو حملې زیاتې شوی دی .

دسوریې پوځ هم په یوه(۱) بې ساری  اقدام کښې څه موده مخکې دصهیونیسټ رژیم تیریو ته په ځواب کښې دجولان (Golan Heights)په نیواکی سیمو کښې د دغه رژیم دعسکرو په مرکزونو توغندوی حملې وکړې .