د شمالي کوریا د مشر مرستیال نیویارک ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72396-د_شمالي_کوریا_د_مشر_مرستیال_نیویارک_ته_ورسید
د شمالي کوریا مرستیال مشر د خپل هیواد او امریکې د مشرانو د کتنې لپاره د ابتدايي خبرواترو په موخه نیویارک ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2018 02:10 Asia/Kabul
  • د شمالي کوریا د مشر مرستیال نیویارک ته ورسید

د شمالي کوریا مرستیال مشر د خپل هیواد او امریکې د مشرانو د کتنې لپاره د ابتدايي خبرواترو په موخه نیویارک ته لاړ.

د ایرنا د خبر له مخې کیم یونګ چول پرون مازیګر د خپلې پاتې کیدنې هوټل ته ورسیداو ټاکل شوې چې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو ورسره ملاقات او خبرې اترې وکړي.

شمالي کوریا او امریکا سفارتي اړیکې نه لري نو په دې وجه د شمالي کوریا دغه لوړرتبه چارواکی باید په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په دفتر کښې د امریکې له خارجه وزیر سره وګوري.

د دغه ملاقات د مذاکرې وړ یوه اصلي موضوع د شمالي کوریا او امریکې د مشرانو د غونډې ترسره کیدل دي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو په خپلو کښې سره وګوري.

د امریکې ولسمشر هم په یو ټویټ کښې لیکلي دي: له شمالي کوریا سره د خبرواترو لپاره یو لوې ټینم جوړ کړی دی او د دې ملاقات په هکله خبرې اترې روانې دي. هغه تاییده کړه ده چې د شمالي کوریا لوړرتبه چارواکی کیم یونګ چول د ټرمپ د لیک په ځواب کښې نیویارک ته ورغلی دی.