مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72428-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی د نړیوالو راپورونو په یو سرلیک کی لیکل شوی:«د سعودی ولیعهد پټ شوئ دی» عربستانی مشهور سیاسی فعال، پخپل ټویټ کی د سعودی ولیعهد په هکله په یو پیغام کی؛ چی د څه د پاسه یوې میاشتې راهیسی نه څرګندیږی یو لړ نوی جزئیات ایشوا کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2018 10:00 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی د نړیوالو راپورونو په یو سرلیک کی لیکل شوی:«د سعودی ولیعهد پټ شوئ دی» عربستانی مشهور سیاسی فعال، پخپل ټویټ کی د سعودی ولیعهد په هکله په یو پیغام کی؛ چی د څه د پاسه یوې میاشتې راهیسی نه څرګندیږی یو لړ نوی جزئیات ایشوا کړل.

د آرمان امروز ورځپاڼی په لیکنه؛« مجتهد » چی د سعودی کورنۍ مهم پټ مسایل افشا کوی؛ پخپل وروستی ټویټری پیغام کید سعودی عربستان د ولیعهد« محمد بن سلمان » د وضعیت په باره کی، یو لړ نوی جزئیات په ډاګه کړل.

مجتهد؛ ولیکل:« بن سلمان؛ له هغه وخت راهیسی چی لا درک شوئ، په سره بحیره کی په یوه بیړۍ کی؛ د تفریح کولو او دې او آ خوا ته د تلو راتلو په حال کی دئ، او ځینی وختونه؛ د سمندر غاړی یوې ماڼۍ ته ورځی ».

مجتهد؛ زیاته کړه:« بن سلمان پدی تفریحی بیړۍ کی، له اسرائیلی مقامونو سره لیدنه کړې، او د نیونې ټول دستورونه؛ او د فرانسی د ؤلس مشر دڅرګندولو تکذیبول یی، له دغې بیړۍ څخه سرته رسولی دی.

د دغه سیاسی فعال په وینا؛ بن سلمان ته نږدی کسان؛ چی له هغه سره اړیکی لری وایی: نوموړئ د« الخزامی » سیمی له پیښی او ډزو وروسته قصداً پټ شوئ؛ ترڅو نورو ته داسی  ګمان ور پیدا شی، چی هغه مړ شوئ یا سخت ټپی شوئ دئ، او پدې توګه د هغه تربوران؛ چی د هغه په خلاف د کودتا کولو په لټه کی دی، لاس په کار شی، او پدې رودې او چل سره هغوی وپیژنی او ویی ځپی.

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی لولو:« حریری؛ یوځلې بیا عربستان ته په سفر لاړ »او« په بیروت کی د صدارت لپاره، په ریاض کی مشوره».

دغې ورځپاڼی تر ذکر شویو سرلیکونو لاندی لیکلی دی:« سعد حریری » چی تیره اونۍ؛ له پارلمانی انتخاباتو څخه دری اونۍ وروسته، د لبنان د ؤلس مشر له خوا د دولت د جوړولو لپاره معرفی شو؛ سعودی عربستان ته سفر وکړ، ترڅو په ریاض کی د خپل تیر کال له اقامت او جبری استعفا وروسته؛ د دویم ځلې لپاره له سعودی مقامونو سره خبری اترې وکړی. د سعد حریری سفر، د دولت د جوړولو لپاره د پارلمانی فراکسیونونو له نمایندګانو سره د غونډې له کولو څخه یوه ورځ وروسته؛ سرته رسیږی. داسی بریښی؛ چی د حریری د ننی سفر هدف، د نوی دولت د جوړولو لپاره د خپل ډیر اصلی ملاتړ په توګه، د سعودی عربستان د رضایت ترلاسه کول وی.

حریری؛ په مخکنی دولت کی، د لبنان له حزب الله سره له موافقې وروسته، د خپل دولت دری وزارتونه دغه ګوند ته وسپارل؛ تر څو وکولای شی د پارلمان زیاتره رائی ترلاسه کړی، خو همدغه اقدام؛ د سعودی عربستان له باچاهی رژیم سره د هغه د اړیکو د

خرابیدو سبب شو، چی ایران ته د یو نږدی ځواک په توګه، په قدرت کی د حزب الله له نفوذ څخه ناراضه دئ. 

******

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی، د رأی الیوم ورځپاڼی په حواله په یو راپور کی لیکل شوی:« د ادعاؤو په خلاف، دا عربی هیوادونه دی، چی د ایران ملی امنیت ګواښی »

د رأی الیوم ورځپاڼی؛ په یو راپور کی ولیکل: عربی رژیمونه؛ په پرله پسی توګه، په ایران تور لګوی چی د دوی د هیوادونو ملی امنیت ګواښی، خو لا دقیقه کتنه را ښیی؛ چی دا عربی هیوادونه دی، چی د ایران ملی امنیت یی په خطر کی اچولئ دئ.

د رأی الیوم پدغه راپور کی راغلی دی: هغه څه چی ټولو ته معلوم دی، دا دی چی ایران د فلسطین او لبنان د مقاومت له ډلو څخه ملاتړ کوی، چی د دغه کار په نتیجه کی یی د لبنان د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا له ساتنې سره مرسته کړې؛ او د صهیونیسټانو د تیریو په وړاندی یی د غزې تړانګی ساتنه کړې ده؛ پدی اساس په هغو سیمو کی د ایران د نفوذ زیاتوالئ، چی د صهیونیسټانو او ښکیلاکی قدرتونو په وړاندی مقاومت بڼه نیسی، یوه ضروری

موضوع ده. رأی الیوم ورځپاڼی زیاته کړه: عربی دولتونه وایی: ایران په بحرین کی مداخله کوی؛ خو هغو نړیوالو کمیټو چی له بحرین څخه لیدنه کړې، او د ایران د دخالت کولو په باره کی، د عربی هیوادونو له ادعا څخه د ډاډینې د لاسته راوړلو لپاره هلته ورغلی وې، دغه ادعاوی ردوی.

د رأی الیوم نړیوالی ورځپاڼی همداراز لیکلی دی: عربی واکمنان وایی؛ ایران له انصارالله ملاتړ کړئ، او په یمن کی دخالت کوی؛ او دا پداسی حال کی ده؛ چی تر اوسه پوری په یمن کی د هیڅ ایرانی ځواک شتون، ثابت شوئ نه دئ.  

******

اوس هم د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله؛ د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

د نړۍ یو شمېر رسنیو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې هغو حملو ته کتلی چې دوه ساعتهیې دوام وکړ.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه لیکلی؛ وروسته له هغه چې طالبانو خپل پسرلنی عملیات اعلان کړل، د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په کابل کې حملې او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

که څه هم داعش ډلې د چهارشنبې ورځې د حملې کولو ادعا کړې

ده، واشنګټن پوسټ لیکلی چې د افغانستان په اړه د امریکا د اعلان

کړې ستراتېژۍ سربېره طالبانو حملې زیاتې کړې دی.

د ورځپاڼې په وینا، په افغانستان کې د نظامی ځواکونو او ملکیانو له وژلو سره د ملی شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه پوښتنې راپورته کېږی.

ډېلی مېل

ډېلی مېل ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ د ډلهییزې حملې په اړه لیکلی؛

په کابل کې د حملو په زیاتولو سره سخت دریځو دا ښارد ملکیانو لپاره په تر ټولو خونړی ښار بدل کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا، د کابل ډېری اوسېدونکو خپل تګ راتګ محدود کړی دی.

ډېلی مېل دې ته هم اشاره کړې چې د پلازمېنې اوسېدونکی حتی

بازار او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له تګه بېره لری او نه‌غواړی په ترافیکو کې بند پاتې شی ځکه حملې تل شااوخوا په همداسې ځایونو کې کېږی.

ډېلی مېل او واشنګټن پوسټ په خپلو راپورونو کې د ۱۷ کلنې نجلۍ« سویتا صابری » عکسونه خپاره کړی چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ټپی شوه او په وزیر اکبر خان روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې یوې بلې موضوع ته کتلی دی.

ورځپاڼه لیکی امریکا نه‌یوازې پر جګړهمارانو، بلکې د طالبانو پر مالی سرچینو حملې او بمبارۍ زیاتې کړې دی.

د ورځپاڼې په وینا، د تېر کال په نومبر میاشت کې د هوایی حملو له پیل راهیسې امریکایی الوتکو پر سخت دریځو او د هغوی د کوکنارو پر کروندو ۱۱۳ حملې کړې دی چې په نتیجه کې یې د طالبانو مالی سرچینې لهمنځه لاړې شی.

طالبان؛ د مخدره موادو یو بانډ او یوه سخت دریځه ډله ده.

وال سټریټ ژورنال د یوه امریکایی چارواکی له قوله لیکلی؛ چې

وروستیو حملو طالبانو ته تر ۴۴ میلیونه ډالرو پورې زیان رسولی دی.

ورځپاڼې د مخدره موادو او جرایمو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د ادارې له قوله لیکلی چې تېر کال په ټول افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوی چې تر هغه له تېر کال سره په پرتله ۶۳ فیصده زیاتوالی ښیی.

د امریکا د سولې په انسټټیوت کې د افغانستان یوه متخصص «جانی والش» وایی، طالبان د مخدره موادو یو بانډ او یوه سخت دریځه ډله ده.

د ښاغلی والش په وینا طالبان ډېر افراطی مفکوره لری، خو په همدې حال کې د مخدره موادو له سوداګرۍ ګټه اخلی.

د امریکا دغه پخوانی ډیپلومات او متخصص وال سټریټ ژورنال

ورځپاڼې ته ویلی چې طالبان نهشی کولای په خپله مفکوره پیسې

پیدا کړی، نو مخدره مواد ورته اصلی مالی سرچینه ده.