د هند د امنیتی ځواکونو په لاس د دوو کشمیریانو وژله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72444-د_هند_د_امنیتی_ځواکونو_په_لاس_د_دوو_کشمیریانو_وژله
هندی ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې په کشمیر کښې په ډزو سره دوه کشمیریان وژلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2018 12:23 Asia/Kabul
  • د هند د امنیتی ځواکونو په لاس د دوو کشمیریانو وژله

هندی ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې په کشمیر کښې په ډزو سره دوه کشمیریان وژلی دی.

زمونږ خبریال راپور راکړی،د هند د پوځ ویاند راجیش کالیا وویل:د کشمیر په هند واړه ځنګل کښې له هندی ځواکونو سره د کشمیریانو په نښته کښې دوه کشمیریان ووژل شول .

کلونه کیږی چې هند په کشمیر کښې د خپلو  په زرګونو  پوځیانو  په  دیره کولو سره ډیرې سیمې په خپل  کنټرول کښې راوستلی او یوازې په تیرو  دریو لسیزو  کښې  یې ۶۸ زره  کشمیریان  وژلی دی.

 د کشمیر خلک د خپلې سیمې د  برخلیک ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کولو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا دپریکړه لیک اجرا کول غواړی چې هند  یې نه منی.